ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتیکا کې یو ځانمرګی بريدګر نیول شوی

په پکتیکا کې یو ځانمرګی بريدګر نیول شوی

author avatar
21 Apr 2017 - 09:13
په پکتیکا کې یو ځانمرګی بريدګر نیول شوی
author avatar
21 Apr 2017 - 09:13

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٦) : چارواکي وايي چې په پکتيکا ولايت يو ځانمرګى بريد کوونکى نيول شوى دى.

د پکتیکا د والي وياند محمد الرحمن اياز د غويي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ ددغه ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی موخې ته تر رسېدو وړاندې نیول شوی دی.

هغه وايي، یاد ځانمرګی بریدګر مخکې له دې چې ملکي خلک قرباني کړي د پکتیکا د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شو.

د اياز په خبره، دغه ځانمرګى بريدکوونکى ګلا خان نوميږي او له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ يې هم اغوستى و.      

د سرچينې په وينا، له دغه ځانمرګي څخه د امنيتي ځواکونو پوښتنې روانې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.