ترينکوټ (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۹۶): د اروزګان امنيتى چارواکي وايي چې ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې له وسله والو طالبانو سره د نښتې پرمهال اته وسله وال وژل شوي دي .
ددې ولايت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د غویي په لومړۍ نېټه پژواک خبرى آژانس ته وويل چې تېره ورځ طالبانو ددغه ولایت په سولي نومي سیمې کې د پولیسو پر امنیتې پوستو برید وکړ.
نوموړي زياته کړه چې وسله وال له سختې ماتې سره مخ شول او د یو قوماندان په ګډون اته وسله وال وژل شوي دي.
د امنیه قوماندان په وينا، د درې وژل شویو طالبانو جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې دي .
له بلې خوا دا امنيتي چارواکى ددغه ولایت په کوټوالو سیمه کې د پوځي عملیاتو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې دغه عملیات د طالبانو د ځپلو او له کوټوالو سیمې څخه د هغوى د ایستلو لپاره پيل شوي او دا مهال په بریالیتوب سره روان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن