ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د وحشي مرخېړيو حاصلات زيات شوي

جوزجان کې د وحشي مرخېړيو حاصلات زيات شوي

author avatar
22 Apr 2017 - 19:54
جوزجان کې د وحشي مرخېړيو حاصلات زيات شوي
author avatar
22 Apr 2017 - 19:54

شبرغان (پژواک، ٢ غويى ٩٦): د جوزجان چارواکي وايي، په ياد ولايت کې د وحشي مرخېړيو د حاصلاتو زياتوالى په بازارونو کې د دغه طبيعي بوټي بيې د راټيټېدو لامل شوى او دولت هم د ياد بوټي محصول د پلور او بازار موندنې لپاره کار نه دى کړى.

روان کال کې د موسمي بارانونو ورښت لامل شو، چې پايله کې يې د جوزجان د بېلابېلو کليو خلک دښتو ته لاړ شي او د وحشي مرخېړيو په راټولولو بوخت واوسي، تېر کال شبرغان ښار کې د يوه کيلوګرامه وچو وحشي مرخېړيو بيه پنځه زره افغانۍ وه، خو سږ کال دغه د ډېرو ورښتونو له امله يو کيلوګرام درې زره افغانيو ته راټيټه شوې ده.

جوزجان کې وحشي مرخېړي د "قوزي قرين" په نوم ياديږي او په ازبکي ژبه کې ياده کلمه د "مېږې بچې لري" ته وايي.

د شبرغان ښار اوسېدونکي محمد عالم چې يو څه اندازه مرخېړي يې د پلور لپاره بازار ته راوړي و، وويل: "د دې بوټي په راټولولو او پلور سره کولى شم، هغو ورځو کې چې دغه بوټى شتون لري؛ د خپل ځان او کورنۍ اقتصاد پرې تامين کړم، ٣٠ کيلوګرام لانده مرخېړي مې د پلور لپاره بازار ته راوړي، چې يو کيلو ګرام يې له ٣٥٠ تر ٤٠٠ افغانيو پورې پلورم."

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د وحشي مرخېړيو راټولول يې پر اقتصادي ژوند ډېر اغېز لري، وويل چې دا بوټى له دښتو راټولوي او د کليوالو لپاره د عوايدو يوه غوره سرچينه بلل کېږي.

د شبرغان ښار يوه هټۍ وال نقيب الله وويل، د موسمي ورښتونو په پايله کې د جوزجان په دښتو کې ډېر رازرغون شوي، چې له امله يې بيه هم راټيټه شوې او ډېرى بزګران دغه بوټى له دښتو راټولوي او بيا يې بازار کې پلوري.

د هغه په وينا، اوسمهال د تېر کال په پرتله د ياد بوټي بيه راټيټه شوې، لکه څرنګه چې اوسمهال يو کيلوګرام لانده مرخېړي څلور سوه افغانۍ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې تېر کال يو کيلوګرام مرخېړي اته سوه افغانۍ پلورل کېدل.

نقيب وويل: "موږ له بازار لانده مرخېړي اخلو، له هغه وروسته يې وچوو او بيا يې يو کيلوګرام په سوداګرو په څلوېښت ډالره خرڅوو."

نوموړې د دې پوښتنې د ځواب ترڅنګ چې وحشي مرخېړي کومو هېوادونو ته صادريږي؟ وويل: "په دې اړه نه پوهېږم، خو موږ وحشي مرخېړي د پلور لپاره کابل ته وړو او له هغه وروسته بيا پاکستان ته لېږدول کېږي، دا چې له پاکستان بيا کوم ځاى ته لېږدول کېږي؛ نور يې په اړه معلومات نه لرم."

د جوزجان د قرقين ولسوالۍ اوسېدونکى حکيم وايي، د دې ولايت خلکو له ډېر وخت راهيسې وحشي مرخېړي راټولول چې له هغو څخه  به يې په جوش کړې او د خوړو په توګه د هډوکو د دردونو لکه د ملادردۍ، پښو دردۍ او لاس درد د درملنې لپاره ګټه پورته کوله.

د وحشي مرخېړيو يوه سوداګر حاجي اچل وويل، د ياد بوټي د توليد کچه په موسمي ورښتونو پورې تړاو لري او د ياد بوټي د رازرغونېدو وخت د سلواغې له پنځلسمې نېټې وروسته پيليږي او د ثور تر مياشتې دوام کوي او تر  ټولو غوره وحشي مرخېړي هغه دي چې د سلواغې په مياشت کې رازرغونېږي او اته کيلوګرامه لانده مرخېړي  د يو کيلوګرام وچو مرخېړو ارزښت لري.

نوموړي زياته کړه: "د دغه بوټى له سلواغې مياشتې وروسته غوره حاصلات نه ورکوي، ځکه تر يوولس کيلوګرامه لانده مرخېړي په يو کيلوګرام وچو مرخېړو بدلولى شو او دغه بوټى تر ډېره دوبۍ، پاکستان او يو شمېر اروپايي هېوادونو لېږدول کېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.