ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شاهین قول اردو تلفات ۱۳۵ ته لوړ شول

د شاهین قول اردو تلفات ۱۳۵ ته لوړ شول

author avatar
22 Apr 2017 - 10:58
د شاهین قول اردو تلفات ۱۳۵ ته لوړ شول
author avatar
22 Apr 2017 - 10:58

مزارشريف (پژواک، ۲ غویی ٩٦): د شمال زون پر شاهين قول اردو د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې د وژل شوو کسانو شمېر ١٣٥ ته رسېدلی دی.

پر يادې قول اردو پرون (د غويي لومړۍ نېټه) د جمعې د لمانځه پر مهال، لسو وسله والو طالبانو چې په دوو رينجر موټرو کې راغلي وو، بريد وکړ.

يوې موثقې امنيتي سرچينې د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې پېښې د وژل شوو شمېر ١٣٥ ته رسېدلی او ٦٥ نور ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې چې د تېرې شپې تر ناوخته پورې دغه ارقام ٧٠ تنه وو، خو نن سهار نور مړي هم موندل شوي چې ځیني یې تر خاورو لاندې وو.

یادې امنيتي سرچينې وويل چې بريدګر په دوو رينجر موټرو کې راغلل او د فارياب د کنډک جعلي کارتونه يې درلودل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، بریدګر له لومړي قراول څخه تېر او دویم ته په رسېدو، له دې امله چې شک پرې شوی و، ودرول شول، خو هلته یې پر مسوولو نظامي افسرانو ډزې وکړې او درې کسان یې ووژل.

دغې امنیتي سرچینې وویل چې بریدګر وروسته مستقیم جومات ته ورغلل او پر سرتېرو یې د لمانځه په حال کې ډزې پیل کړې.

بلخوا د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري هم ومنله چې په ياد بريد کې تر ١٠٠ ډېرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړې، په دغه بريد کې ټول بريدګر د افغان ملي دفاعي ځواکونو له خوا په چټکۍ له منځه ولاړل، خو طالبانو د دغه برید له لارې يو ځل بیا خپله اصلي څېره وښوده چې ولس ته له ډار اچولو او وژولو څخه پرته بل هېڅ پیغام نه لري .

جنرال وزيري ويلي، د پېښې په اړه څېړنې روانې او د تلفاتو شمېر د تغیير په حال کې دی، کله چې څېړنې بشپړې شي، وروستي جزئيات به يې شريک شي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې په دغه بريد کې تر ٥٠٠ پورې سرتېرو او افسرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.