ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ۳۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې ۳۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 Apr 2017 - 14:55
غزني کې ۳۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 Apr 2017 - 14:55

غزني ښار (پژواک، ٢ غويی ٩٦): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال ١٧ طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غويي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې په غزني ښار کې عمليات پيل شوي دي.

د امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې، دغه عمليات د غزني ښار د منګور، شاليز، اروزو او  قره باغي په سيمو کې پيل شوي دي.

هغه وايي چې په عملياتو کې تر اوسه ١٧ طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي چې په وژل شوو کې د طالبانو دوه قوماندان ملا عبدالرشيد او ملا خالد هم شامل دي.

د امرخېل په وينا، په ځينو سيمو کې پر طالبانو هوايي بريدونه هم شوي چې دوه موټر يې له منځه تللي دي.

هغه د غزني پر اوسېدونکو غږ وکړ چې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

دغه راز د منګور سيمې اوسېدونکي جمشېد پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې د طالبانو پر يو موټر هوايي بريد شوی دی.

ده وويل: ((ډېر وخت په موټر کې اور بل و، بيا وروسته يې اور خپله مړ شو خو معلومه نه شوه چې څومره کسان په کې وژل شوي دي.))

جمشيد وايي چې تر دې وړاندې په سيمه کې طالبان وو خو اوس دا څو ورځې کېږي چې امنيتي ځواکونه په کې ليدل کېږي.

وسه وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په غزني کې د دوى يو سرګروپ ملا عبدالرشيد له خپلو دوو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

هغه وايي: ((ملا خالد قوماندان نه و، يوازې يو عادي سرګروپ و.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.