ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده

کندهار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده

author avatar
25 Apr 2017 - 09:32
کندهار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده
author avatar
25 Apr 2017 - 09:32

کندهار (پژواک، ٥ غویی ۹۶): د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون مسوولین وايي، د ناقانونه برمو او ژورو څاګانو له امله په دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده.

دوی وايي، که د اوبو سپما ونه شي او د نا قانونه ژورو څاګانو مخه ونه نیول شي نو په راتلونکې کې د اوبو دغه کمښت په لویه ستونزه بدلېدای شي.

د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس انجنیر محمد نادر کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، په په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې پر خپل سر برمې وهل شوې او ژورې څاګانې جوړې شوې چې تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې یې اغېزمنې کړې دي.

هغه زیاته کړه، د دې ستونزې له امله په کندهار ښار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده چې اندېښمنوونکې ده.

دی وايي، که د اوبو په کارولو کې سپما ونه شي او برمې په قانوني توګه ونه وهل شي، نو په راتلونکي کې به خلک د اوبو په برخه کې له لویو ستونزو سره مخ وي.

د کاکړ په خبره، اداره یې په پلان کې لري چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو اوبه وسپموي او د برمو وهلو لپاره قانوني اجازه ترلاسه کړي.

ده وویل، له دې وروسته چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د اوبو شبکو ته نږدې پر خپل سر برمې ووهي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي هم وايي چې خپلسرو برمو او ژورو څاګانو د دغه ولایت ۹۵ سلنه کارېزونه وچ کړي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، په ولسوالیو کې خلکو پرته له دې چې قانوني اجازه واخلي او یا ساحه و ارزوي پر خپل سر برمې وهلې چې له امله یې د لسګونو کلونو پخواني کارېزونه وچ شوي او کرنه یې اغېزمنه کړې ده.

دی وايي، کندهار وچ او دښتي اقلیم لري او بشپړ کال په کې د ورښت کچه ۱۶۰ ملي متره ده چې دا ډېره کمه اندازه ده او د دغه ولایت د کرنې او تر ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو د چارج کولو لپاره په هېڅ توګه بسنه نه کوي.

نوموړي هم له خلکو وغوښتل چې ژورې څاګانې دې په مسلکي توګه ووهل شي او دغه راز د اوبو په کارولو کې دې هم سپما وشي.

د ده په باور، که هر کس د ورځې یو لېټر کمې اوبه وکاروي نو په یوه یوه ورځ کې به مو شاوخوا ۳ میلیونه لېټره اوبه سپمولې وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.