د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده

کندهار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده

Apr 25, 2017 - 09:32

کندهار (پژواک، ٥ غویی ۹۶): د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون مسوولین وايي، د ناقانونه برمو او ژورو څاګانو له امله په دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده.

دوی وايي، که د اوبو سپما ونه شي او د نا قانونه ژورو څاګانو مخه ونه نیول شي نو په راتلونکې کې د اوبو دغه کمښت په لویه ستونزه بدلېدای شي.

د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس انجنیر محمد نادر کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، په په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې پر خپل سر برمې وهل شوې او ژورې څاګانې جوړې شوې چې تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې یې اغېزمنې کړې دي.

هغه زیاته کړه، د دې ستونزې له امله په کندهار ښار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده چې اندېښمنوونکې ده.

دی وايي، که د اوبو په کارولو کې سپما ونه شي او برمې په قانوني توګه ونه وهل شي، نو په راتلونکي کې به خلک د اوبو په برخه کې له لویو ستونزو سره مخ وي.

د کاکړ په خبره، اداره یې په پلان کې لري چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو اوبه وسپموي او د برمو وهلو لپاره قانوني اجازه ترلاسه کړي.

ده وویل، له دې وروسته چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د اوبو شبکو ته نږدې پر خپل سر برمې ووهي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي هم وايي چې خپلسرو برمو او ژورو څاګانو د دغه ولایت ۹۵ سلنه کارېزونه وچ کړي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، په ولسوالیو کې خلکو پرته له دې چې قانوني اجازه واخلي او یا ساحه و ارزوي پر خپل سر برمې وهلې چې له امله یې د لسګونو کلونو پخواني کارېزونه وچ شوي او کرنه یې اغېزمنه کړې ده.

دی وايي، کندهار وچ او دښتي اقلیم لري او بشپړ کال په کې د ورښت کچه ۱۶۰ ملي متره ده چې دا ډېره کمه اندازه ده او د دغه ولایت د کرنې او تر ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو د چارج کولو لپاره په هېڅ توګه بسنه نه کوي.

نوموړي هم له خلکو وغوښتل چې ژورې څاګانې دې په مسلکي توګه ووهل شي او دغه راز د اوبو په کارولو کې دې هم سپما وشي.

د ده په باور، که هر کس د ورځې یو لېټر کمې اوبه وکاروي نو په یوه یوه ورځ کې به مو شاوخوا ۳ میلیونه لېټره اوبه سپمولې وي.

په کندهار کې د ارغنداب د دریايي حوزې رییس انجنیر شېرمحمد عطايي هم په ولسوالیو کې په خپلسرې توګه د برمو وهل د اوبو د کمښت بنسټیز لامل ګڼي.

دی وايي، په دغه ولایت کې د دهلې بند د اوو ولسوالیو ځمکې خړوبوي خو په نورو ولسوالیو کې به کرنیزې ځمکې او باغونه د کارېزونو په اوبو خړوبېدل، خو دغه کارېزونه په دې وروستیو کلونو کې وچ شوي دي.

ده زیاته کړه، خلکو ان د کارېزونو په حریمونو کې برمې وهلې چې له امله یې تر ځمکې لاندې اوبه ډېرې ټيټې شوې دي.

دی وايي، له اړوندو ادارو سره په ګډه پر دې کار کوي چې په دغه ولایت کې ټولې برمې ثبت کړي او نور چا ته اجازه نه ورکوي چې په خپلسرې او غیر مسلکي توګه برمې ووهي.

په دې لړ کې څو ورځې وړاندې د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکو ولایتي ادارې ته شکایت کړی و چې ګواکې د خپلسرو ژورو څاګانو له امله یې په سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه ټیټې شوې او د هغوی کروندو ته یې زیان اړولی دی.

د دې ولسوالۍ د امارت کلي یو کروندګر نیازمحمد پژواک اژانس ته وویل، د کلي تر څنګ یې په بل کلي کې خلکو پر خپل سر برمې وهلې چې دوی ته یې زیان اړولی دی.

هغه زیاته کړه، د برمو له امله د دوی په کلي کې تر ځمکې لاندې اوبه ډېرې ټیټې شوې چې له امله یې نه شي کولای خپلې ځمکې او کروندې خړوبې کړي.

دی وايي، دغه ستونزه یې له ولایتي ادارې سره شریکه کړې او هغوی یې د هواري ژمنه کړې ده.

په کندهار کې د برمو او ژورو څاګانو وهل له هغه وروسته پیل شوي چې هېواد ته د لمریزې برېښنا ټکنالوژۍ لاره کړې ده.

د میوند ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالله خان همدا خبره کوي او وايي، کله چې دلته د لمریزې برېښنا په برخه کې اسانتیاوې ډېرې شوي نو خلکو هم د برمو وهلو ته مخه کړې ده او د لمر د برېښنا په وسیله له ځمکې اوبه راباسي او خپلې کروندې پرې اوبوي.

خو دی هم د دې پلوي دی چې برمې باید په داسې ساحو کې ووهل شي چې تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې ورسره اغېزمنې نه شي.

دا په داسې حال ده کې چې په دې وروستیو کې د کندهار امنیه قوماندان په دغه ولایت کې له بې وزلو کروندګرو سره د ژورو څاه ګانو د کيندلو او له هغو څخه د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستلو په برخه کې د مرستې یوه لړۍ پيل کړې ده.

دغه ژورې څاګانې د کندهار په ډنډ او دامان ولسوالیو کې جوړېږي.

خو چارواکي وايي دا ژورې څاګانې په یادو سیمو کې په داسې توګه جوړېږي چې تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې زیانمنې نه کړي.

بلخوا په کندهار کې د هند جنرال قونسل هم څو ورځې وړاندې د کندهار له والي سره په لیدنه کې یادونه کړې وه چې هېواد یې غواړي د دغه ولایت له خلکو او کروندګرو سره په لمریزه برېښنا سمبال د اوبو د ۳۰۰ ژورو څاګانو په جوړولو کې مرسته وکړي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement