ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د داعش او طالبانو تر منځ نښته کې تر ١٠٠ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د داعش او طالبانو تر منځ نښته کې تر ١٠٠ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
26 Apr 2017 - 18:51
د داعش او طالبانو تر منځ نښته کې تر ١٠٠ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
26 Apr 2017 - 18:51

شبرغان (پژواک، ٦ غويى ٩٦): د جوزجان ولايت چارواکي وايي چې د ياد ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ نښته کې چې له پرون راهيسې دوام لري، شاوخوا ١٦٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينو په وينا، نښته د يادو دوو ډلو تر منځ هغه مهال پيل شوه چې څه موده وړاندې د ترياکو د قاچاق وړونکو يو درې کسيزه ډله چې يو طالب هم ورسره ملګرى و، د ترياکو د پېر لپاره د قوش تپې ولسوالۍ دښت ليلې سيمې ته راغلي و چې د داعش ډلې له لوري وتښتول شول.

د جوزجان د والي وياند محمدرضا غفوري وايي چې د درزاب ولسوالۍ د کومرليک، اقساى او خاک شهيدان کليو کې د يادو دوو ډلو تر منځ هغه مهال نښته پيل شوه چې طالبانو د خپل نومول شوي والي د حکم پر بنسټ؛ يادو کليو ته د داخلېدو هوډ درلود چې ورته مهال له داعشيانو سره مخ شول.

هغه زياته کړه، دغه نښته پرون د دواړو لورو تر منځ له غرمې وروسته شاوخوا ٢ بجې پيل شوه چې په پايله کې يې ٧٦ طالبان وژل شوي او ٥٧ نور ټپيان شوي او دغه راز لسګونه طالبان د داعش ډلې له لوري نيول شوي دي.

د جوزجان د والي وياند ادعا وکړه چې د قوش تپې لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال شېخ حميدالله، توکل، شهزاده مظلوميار او محب الله په نومونو د طالبانو څلور مهم کسان هم په دې نښته کې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، په ياده نښته کې د داعش ډلې پنځلس کسان هم وژل شوي او دوولس نور ټپيان دي او دغه راز د جګړې په ډګر کې له دواړو لورو ٤٥ موټرسايکل، دوه رينجر موټر، يوه اندازه وسلې او مهمات هم پاتې دي او نښته لا هم دوام لري.

نوموړي دغه ټکي ته هم اشاره وکړه چې دواړه لوري له پخوا راهيسې له يوه بل سره دښمني لري او دغه ځل هم خپل منځ کې د يوه طالب او درې قاچاق وړونکو له امله سره نښته پيل کړې ده.

خو د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وويل، درې قاچاق وړونکي چې د هرات او هلمند ولايت اوسېدونکي دي، تېره اوونۍ د يوه طالب په همکارۍ د ترياکو د پېرلو په موخه له لس ميليون افغانيو سره يو ځاى قوش تپې ولسوالۍ ته تللي وو، چې له يادو کسانو سره موټر او وسلې هم او په دې سيمه کې د داعشيانو له لوري تښتول شوي دي.

د حشر په وينا، طالبانو د داعش ډلې له لوري د دوى د کسانو د پرېښودو بيا- بيا غوښتنه کړې، خو د داعش ډلې غړو يې غوښتنې ته پام نه دى کړى چې له هغه وروسته د ياد ولايت لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي والي محمدالله منصور او د يادې ډلې ځينو ډلمشرانو له داعشيانو سره جګړې ته مټې رانغښتې دي.

هغه زياته کړه، کله چې طالبان د خاک شهيد، کومرليک او اقسا کليو ته داخل شوي نو د داعشيانو په کمين کې لوېدلي چې په پايله کې يې سخته نښته شوې او جګړه لا اوس هم دوام لري.

خو د خاک شهيد يوه اوسېدونکي صوفي محمد وويل، د دواړو لورو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي نو دا ستونزمنه ده چې د دوى د مړو تر منځ دې توپير وکړل شي چې کوم يې د طالب او کوم يې د داعش دى، خو داعشيانو له ٦٠ ډېر طالبان نيولي دي.

ياد کس د قوش تپې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال وژنه تاييدوي او وايي چې په نيول شوو کسانو کې د حاجي "نُکر" په نوم يو ډلمشر هم شامل دى او ملکي خلک هم له سيمې څخه د تېښتې په حال کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.