د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جنرال دوستم پلويان: د دوستم قانوني اختيارات دې ورکړل شي

د جنرال دوستم پلويان: د دوستم قانوني اختيارات دې ورکړل شي

Apr 26, 2017 - 20:01

شبرغان (پژواک، ٦ غويى ٩٦): د جنرال عبدالرشيد دوستم پلويانو په شبرغان کې د لاريون په ترڅ کې حکومت ته ګواښ کړى که د هغه قانوني اختيارات ور نه کړي، پراخ مدني خوځښتونه به ترسره کړي.

دغه لاريون نن د ولسمشر لومړي مرستيال او د افغانستان ملي اسلامي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم د سلګونو پلويانو له لوري د شبرغان ښار په اسټډيوم کې پر لاره واچول شو.

د جمهوري رياست لومړي مرستيال د دفتر مشر عنايت الله بابر فرهمند چې په لاريون کې يې برخه اخيستې وه وويل: "موږ د وخت په تېرېدو وليدل اشرف غني چې د ټاکنو منډو تړو پر مهال د رايو ترلاسه کولو لپاره کتاب چاپ او خلکو ته يې ورکړى و، هېر کړى دى."

نوموړي زياته کړه: "په ياد مې دي چې ولسمشر د ټاکنيزو مبارزاتو پر مهال ويلي وو که نور چړې او قيچي له ځان سره لري، موږ تار او ستن لرو، خو موږ وليدل چې د ولسمشر تار او ستن په چاړه او قيچي بدل شوي دي."

د ټاکنيزو منډو تړو پر مهال جنرال عبدالرشيد دوستم له محمد اشرف غني سره د لومړي مرستيال په توګه ودرېد؛ خو په ټاکنو کې د دوى ډلې له بريا وروسته د ولسمشر غني او د هغه مرستيال تر منځ اړيکې په تدريجي ډول د سړېدو په حال کې شوې.

جنرال دوستم تېر يو کال کې څو ځلې له ولسمشر څخه په دې اړه شکايت کړى چې اړين اختيارات او واک يې نه دى ورکړى په څو وروستيو مياشتو کې د دواړو غاړو تر منځ هغه مهال اړيکې لا پسې ترينګلې شوې چې له ايشچي سره د جنرال دوستم د ناوړه چلند په اړه حکومت د څېړنې حکم ورکړ چې له دې امله له څو مياشتې راهيسې دوستم خپل کاري دفتر ته نه دى حاضر شوى.

د جنرال دوستم دفتر رييس په دې تړاو وويل: "د نوموړي هېڅ شعار عملي بڼه خپله نه کړه او ولسشمر د چړې او قيچي په ذريعه افغان ملت پر قومونو، قبيلو او ولايتونو ووېشه؛ په داسې حال کې چې تل به يې ويل هېڅ افغان له بل افغان څخه لوړ نه دى."

فرهمند زياته کړه: "له بده مرغه د ولسمشر شعارونه د خلکو د تمې خلاف پر پوچو او تشو شعارونو باندې بدل شوي دي."

نوموړي په ورته وخت کې په شمال زون کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د جنرال دوستم عملياتو په اړه وويل، که دغه کار نه و شوى، وسله والو مخالفينو به زيات شمېر سيمې نيولې وې.

د ولسمشر لومړي مرستيال دفتر ټينګار وکړ چې د جنرال دوستم پلويان له ملي او نړيوالو بنسټونو غواړي څو پر ولسمشر د فشار اچولو له لارې له هغه څخه وغواړي چې د محروم شوو مليتونو حقونو ته پام وکړي.

د مشرانو جرګې پخواني غړي عزيزالله الفتي پر ولسمشر د نيوکې تر څنګ وويل چې نوموړى نه دی توانېدلى څو د ټولو پرګنو حقونه خوندي کړي او واک په سمه توګه نه دى وېشل شوى.

هغه زياته کړه چې حکومت بايد د ولس سوله ييز او د حق غوښتنې حرکت جدي ونيسي له دې پرته دې د ناسمو پايلو په تمه وي.

په جوزجان کې د افغانستان د اسلامي جنبش د ښځو ولايتي شورا مشرې زويا زلال وويل که د دغه ګوند پلويانو حقونو خونديتوب په تړاو د ولسمشر ژمنې عملي نه شي، خپل لاريون ته به دوام ورکړو.

هغه زياته کړه: "که زموږ غوښتنې په شعوري او يا غير شعورې ډول له پامه وغورځول شي، موږ چوپ نه کېنو او ولسمشر بايد په پرانيستو سترګو او خلاصو غوږونو متوجه شي چې له دې وروسته يې په کراره نه پرېږدو."

ګډونوالو د دغه اعتراضي لاريون په پاى کې چې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې جوړ شوى و، پرېکړه ليک خپور کړ او حکومت ته يې ګواښ وکړ که د دوستم قانوني اختيارات ور نه کړل شي، نور پراخ مدني حرکتونه به ترسره کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement