ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیا ر: طالبان دې په زوره د حکومت خوب نه ویني، له سولې پرته بله لاره نه لري

حکمتیا ر: طالبان دې په زوره د حکومت خوب نه ویني، له سولې پرته بله لاره نه لري

author avatar
28 Apr 2017 - 19:48
حکمتیا ر: طالبان دې په زوره د حکومت خوب نه ویني، له سولې پرته بله لاره نه لري
author avatar
28 Apr 2017 - 19:48

کابل (‌پژواک د غویي ۸ مه ۹۶) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیاروایي، چې هیڅوک پر افغانانو په زوره حکومت نه شي کولی.

حکمتیار دغه څرګندونې نن د لغمان ولایت په مقام کې دننګرهار والي ګلاب مشرۍ په مشرۍ راغلي ددغه ولایت قومي مشرانو او د حزب اسلامي مرکزي غړو ته د وینا پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه چې هر افغان مجاهد او مسلمان د اسلام او د هیواد د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې دي او اوس ددی ستره هیله داده، چې جګړه پای ته ورسیږي او په هیواد کې سوله تامین شي.

حکمتیار وویل : (( پردي موږ ته سوله نه شي راوستلی،موږ باید پخپله د بین الافغاني مذاکراتو له لارې روانې جګړو ته دپای ټکی کیږو او په هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره کاروکړو.))

د نوموړي په وینا، په هیواد کې باید د خلکو د خوښې سره سم قوي مرکزي نظام وي، چې پر اوضاعو بشپړ حاکم وي.

د حزب اسلامي مشر وویل، چې جګړه د حل لاره نه ده، که جګړه د افغانانو او اسلام په پخیر وي، نو موږ به هم جکړې ته ادامه ورکړي وای.

حکمتیار وایي : (( چې دجهاد اړتیا وه، جهاد مو وکړ، تیري کوونکي مو مات کړل. اوس د سولې وخت دی،افغانان تر بل هرڅه سولې ته اړتیا لري ځکه مو سوله وکړه. )) نوموړي وویل. چې پر افغانانو څوک په زور څوک حکومت نه شی کولی. طالبان د زور له لارې غواړي چې په افغانانانو حکومت وکړي چې هیڅکله به دغه ارمان ته ونه رسیږي.

د حزب اسلامي مشر وایي، د جګړې له لارې اهداف نه ترلاسه کیږي، طالبان دې دسولې لار خپله کړي او دسولې له لارې دېي خپل اهداف ترلاسه کړي.

حکمتیار طالبانو ته په خطاب کې وویل، : ((که په رښتیا مو په دې ملت زړه درد کوي،له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.))

ده زیاته کړه : (( موږ یو حاکم او مرکزي نظام غواړو، ډلې ډلبازۍ او خود سری نه غواړي،داسې نظام غواړو چې ملت پرې راټول شي او د ملت د ارادو تمثیل کوونکي وي)).

د هغه په وینا، سوله د زموږ ټولو ګډه اړتیا ده باید ټول د سولې لپاره په کلکه اراده کار وکړي. حکمتیار طالبانو ته په پيغام کې وویل ، وینه تویونه دې ودروي،سوله دې وکړي او په ټولو ملي بهیرونو کې دي رغنده ونډه واخلي.

ده زیاته کړه : (( طالبانو سره مواختلاف دادی چې هغوی د زور حکومت کوي او موږ دا نه منو، ددنیا هر څواک چې ستاسو تر شا ولاړ وي په زوره پر افغانانو حکومت نه شي کولی او نه یې څوک در سره مني.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.