ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زيباک ولسوالۍ سقوط وکړ

زيباک ولسوالۍ سقوط وکړ

author avatar
28 Apr 2017 - 15:15
زيباک ولسوالۍ سقوط وکړ
author avatar
28 Apr 2017 - 15:15

فيض اباد(پژواک،٨غويي٩٦): د بدخشان امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولايت زيباک ولسوالۍ نيولې ده.

په بدخشان د ملي اردو د دويمې لوا د ارکان رييس ډګروال مير عبدالواحد د غويي اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن غرمه مهال د زيباک ولسوالۍ نيولې ده.

هغه د نورو جزئياتو په اړه معلومات نه درلودل.

په فيض اباد کې د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د امنيتي ځواکونو د نه همغږۍ له امله د زيباک ولسوالۍ سقوط کړى دى.

هغه وويل: (( سهار اووه بجې طالبانو حمله وکړه او يوه نيمه بجه يې دغه ولسوالۍ ونيوله.))

سرچينې هم د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

د زيباک ولسوالۍ يو اوسيدونکي عبدالرشيد پژواک ته وويل: (( طالبانو په ډيرې اسانې سره وکولاى شول چې دغه ولسوالۍ ونيسي.))

هغه وويل چې امنيتي ځواکونو له طالبانو سره هيڅ مقاومت ونه وکړ او د سيمه ييزو پوليسو او پاڅونوالو زور له طالبانو سره ونه رسيده.

عبدالرشيد وايي چې په ياده جګړه کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

وسله وال طالبان هم د زيباک ولسوالۍ جګړه تاييدوي، خو د سقوط په اړه يې څه نه وايي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو په زيباک ولسوالۍ کې يوه قرارګاه او ٢١ پوستې نيولي دي.

هغه وايي چې د زيباک ولسوالۍ د جګړې پرمهال ٢١ پوليس وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.