پاراخ(پژواک،٨غويي٩٦):د حکومت اجراييه رييس وايي چې وسله والې ډلې د هيڅ هيواد په ګټه کار نه کوي، يواځې خپلو موخو لپاره جنګيږي.
دغه څرګندونې د حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله نن د غويي اتمه په پنجيشر د مجاهدينو د بريا د ورځې په نمانځ غونډه کې وکړې.
هغه وويل چې طالب او يا هم القاعده د هيڅ هيواد په ګټه کار نه کوي يواځې د خپلو موخو لپاره جګړه کوي.
هغه زياته کړه: (( د دې ډلو هدف د بشر او نړۍ تباهي ده.))
عبدالله له خلکو، جهادي قوماندانو او د خلکو له استازو غوښتنه وکړه چې د دښمن پر وړاندې سره يو شي.
دغه راز په دې غونډه کې د پروان والي محمد عاصم عاصم وويل چې مجاهدينو په دې وروستيو کې د عمل نوښت له لاسه ورکړې نو ځکه خلک پرې نيوکې کوي.
هغه وويل: ((ټول بايد متحد ووسو او د يو چتر لاندې ژوند وکړو.))
د يادونې وړ ده چې د ١٣٧١ کال د غويي په اتمه د نجيب الله په مشرۍ شوروي پلوه حکومت را نسکور شو او د مجاهدينو يو شمېر ډلې واک ته ورسېدې.
خو په دې کار سره جګړې پاى ونه موند او د مجاهدينو د ډلو تر منځ چې د نجيب د حکومت ځينې جنرالان هم ورسره ملګري و، سختې کورنۍ جګړې وشوې او ګڼ شمېر هيوادوال پکې ووژل شول.
نو په همدې بنسټ ټاکل شوې چې د مجاهدينو د بريا ٢٥مه کاليزه نن د غويي اتمه په ټول هيواد کې د نورو کلونو په څېر ونماځل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن