کابل (پژواک ٩ غويى ٩٦): کابل ته د حکمتيار راتلو په درشل کې يو شمېر هېوادوال وايي، له جګړې څخه د ياد جهادي مشر لاس په سر کېدل او له حکومت څخه يې ملاتړ په هېواد کې د سولې اوثبات د ټينګښت لپاره ښه پيلامه کېدلى شي.
حکمتيار تېر کال له دولت سره د سولې تړون لاسليک کړ، له کلونو وروسته نن د زيات شمېر هېوادوالو د يوې غونډې په ترڅ کې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې راڅرګند شو او له سولې څخه د ملاتړ او د مرکزي حکومت د پياوړتيا په اړه يې خبرې وکړې.
حکومت نن (د غويي نهمه) د غويي ٨ مه نېټه پر کمونيستي رژيم د مجاهدينو د بريا پنځه ويشتم نمانځ غونډې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه او د هېواد په بېلابېلو برخو کې يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي. باوري سرچينې وايي چې تمه ده د حزب اسلامي مشر ډېر ژر کابل ته راشي.
په دې تړاو د هېواد بېلابېلو برخو ځينې اوسېدوونکي وايي، له وسله والې مبارزې څخه د دې حزب په څنګ کېدل په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره ښه پيلامه کېدلى شي.
په کابل کې د يوې دولتي ادارې کارکوونکي عبدالجميل د حکمتيار له دې اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ وويل، سوله د خداى پاک ډالۍ ده او د له کومې پلوۍ پرته پرته هره ډله چې د سولې له بهير سره يوځاى کېږي، مننه يې کوي.
هغه د دې مطلب په څرګندولو سره چې د هېواد د کورنيو جګړو ښکېلې غاړې په دې برخه کې پړې دي، زياته يې کړه، هرکله چې د وينې تويېدنې مخه ونيول شي، ښه ده او د افغانستان په ګټه ده.
د کابل بل اوسېدونکي نجيب الله عسکري وويل: "د حکمتيار راتګ د سولې د ټينګښت لپاره ښه پيلامه ده او اوسمهال چې زموږ هېوادوال په ناحقه وژل کېږي، موږ افغانان ټول د سولې تږي يو او سوله بايد ټينګه شي."
هغه يادونه وکړه چې د سولې له بهير سره د حکمتيار يوځاى کېدل به کورنيو جګړو کې د جهادي ښکېلو غاړو ګډون بدنوم د دوى له لمنې پاک کړي.
د پلازمېنې بلې اوسېدونکې ٥٥ کلنې سارا وويل: "له جګړو، وژنو، وينو تويېدنو، ځانمرګو او چاودنو پرته مې بل څه نه دي ليدلي، خداى دې وکړي چې د ګلبدين صاحب په راتګ هېواد کې سوله راشي."
د غزني اوسېدونکي فرهاد جلالزي پژواک ته وويل: ((حکمتيار دې خداى راولي، اصلي بين الافغاني سولې ته هيله بښي، د افغانستان خلک نور له جګړې او مصيبت نه ستړي شوي دي، هره ډله چې په هېواد کې سوله راولي، هرکلى يې کوم.))
هغه زياته کړه: ((کورنۍ جګړې اتل نه لري، خرابۍ له حده ډېرې شوې دي، حکمتيار بايد د کورنيو جګړو د پاى ته رسېدو لپاره منځګړيتوب وکړي.))
جلالزي زياته کړه: ((هر وخت چې حکمتيار له ملت نه بښنه وغواړي، د نظام د بنسټ تقويت، د مصالحې پياوړتيا و ملي يووالي لپاره کار وکړي، د يوه ګوند د رهبر په توګه نه، بلکې د يوه قومي مخور په توګه، نو يقينا چې افغانستان به د سولې او ثبات خواته لاړ شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن