د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک کابل کې د حکمتيار حضور د سولې د ټينګښت لپاره ګټور بولي

خلک کابل کې د حکمتيار حضور د سولې د ټينګښت لپاره ګټور بولي

Apr 29, 2017 - 17:32

کابل (پژواک ٩ غويى ٩٦): کابل ته د حکمتيار راتلو په درشل کې يو شمېر هېوادوال وايي،  له جګړې څخه د ياد جهادي مشر لاس په سر کېدل او له حکومت څخه يې ملاتړ په هېواد کې د سولې اوثبات د ټينګښت لپاره ښه پيلامه کېدلى شي.

حکمتيار تېر کال له دولت سره د سولې تړون لاسليک کړ، له کلونو وروسته نن د زيات شمېر هېوادوالو د يوې غونډې په ترڅ کې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې راڅرګند شو او له سولې څخه د ملاتړ او د مرکزي حکومت د پياوړتيا په اړه يې خبرې وکړې.

حکومت نن (د غويي نهمه)  د غويي ٨ مه نېټه پر کمونيستي رژيم د مجاهدينو د بريا پنځه ويشتم نمانځ غونډې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه او د هېواد په بېلابېلو برخو کې يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي. باوري سرچينې وايي چې تمه ده د حزب اسلامي مشر ډېر ژر کابل ته راشي.

په دې تړاو د هېواد بېلابېلو برخو ځينې اوسېدوونکي وايي، له وسله والې مبارزې څخه د دې حزب په څنګ کېدل په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره ښه پيلامه کېدلى شي.

په کابل کې د يوې دولتي ادارې کارکوونکي عبدالجميل د حکمتيار له دې اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ وويل، سوله د خداى پاک ډالۍ ده او د له کومې پلوۍ پرته پرته هره ډله چې د سولې له بهير سره يوځاى کېږي، مننه يې کوي.

هغه د دې مطلب په څرګندولو سره چې د هېواد د کورنيو جګړو ښکېلې غاړې په دې برخه کې پړې دي، زياته يې کړه، هرکله چې د وينې تويېدنې مخه ونيول شي، ښه ده او د افغانستان په ګټه ده.

د کابل بل اوسېدونکي نجيب الله عسکري وويل: "د حکمتيار راتګ د سولې د ټينګښت لپاره ښه پيلامه ده او اوسمهال چې زموږ هېوادوال په ناحقه وژل کېږي، موږ افغانان ټول د سولې تږي يو او سوله بايد ټينګه شي."

هغه يادونه وکړه چې د سولې له بهير سره د حکمتيار يوځاى کېدل به کورنيو جګړو کې د جهادي ښکېلو غاړو ګډون  بدنوم د دوى له لمنې پاک کړي.

د پلازمېنې بلې اوسېدونکې ٥٥ کلنې سارا وويل: "له جګړو، وژنو، وينو تويېدنو، ځانمرګو او چاودنو پرته مې بل څه نه دي ليدلي، خداى دې وکړي چې د ګلبدين صاحب په راتګ هېواد کې سوله راشي."

د غزني اوسېدونکي فرهاد جلالزي پژواک ته وويل: ((حکمتيار دې خداى راولي، اصلي بين الافغاني سولې ته هيله بښي، د  افغانستان خلک نور له جګړې او مصيبت نه ستړي شوي دي، هره ډله چې په هېواد کې سوله راولي، هرکلى يې کوم.))

هغه زياته کړه: ((کورنۍ جګړې اتل نه لري، خرابۍ له حده ډېرې شوې دي، حکمتيار بايد د کورنيو جګړو د پاى ته رسېدو لپاره منځګړيتوب وکړي.))

جلالزي زياته کړه: ((هر وخت چې حکمتيار له ملت نه بښنه وغواړي، د نظام د بنسټ تقويت، د مصالحې پياوړتيا و ملي يووالي لپاره کار وکړي، د يوه ګوند د رهبر په توګه نه، بلکې د يوه قومي مخور په توګه، نو يقينا چې افغانستان به د سولې او ثبات خواته لاړ شي.))

د کندوز اوسېدونکي سيد نثار جلالي وويل: ((د يوه ځوان او جګړه ځپلي وګړي په توګه د طالبانو له لوري د کندوز د دويم ځلي نيولو شاهد وم، له ملي يووالي حکومت او سولې پروسې سره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب د يو ځاى کېدو هرکلى کوم.))

نوموړي د خلکو له ټولو اقشارو وغوښتل چې له سولې پروسه سره د دولت د وسله والو مخالفينو د يو ځاى کېدو ملاتړ وکړي، څو افغانستان د تلپاتې سولې او ټيکاو په لوري ګام واخلي.

د باميانو اوسېدونکي عبدالله عظيمي هيله څرګنده کړه چې کابل ته د حکمتيار راتګ به په هېواد کې د سولې او ثبات له ټينګښت سره مرسته وکړي.

عظيمي زياته کړه: ((له څو لسيزو راهيسې افغانستان جګړه کې ده، يو عامل يې هم همدا وسله وال دي، که چېرته يو سولې او مصالحې ته مخه کړي، په قطعي ډول به د امنيت له راتلو سره مرسته وکړي.))

د باميانو دغه اوسېدونکي وويل: ((موږ هيله لرو چې د اسلامي حزب مشر به په رښتينولۍ سره د سولې پروسې سره يو ځاى شوى وي، نه د امتياز لپاره.))

د کندهار اوسېدونکي هارون صميم وويل: ((طالبان دې هم د حکمتيار له راتګ نه عبرت واخلي، وسلې دې پر ځمکه کېږدي او له اوږدو جګړو وروسته دې د مصالحې لاره غوره کړي.))

د نوموړي په خبره، حکمتيار کولى شي له دې موقع نه ښه ګټه واخلي او طالبان هم د سولې پروسې ته را وبولي.

 

صميم د اسلامي حزب له مشر وغوښتل چې له اوسني وضعيت نه د افغانستان د ژغورنې لپاره هڅه وکړي او په عمل کې وښيي چې لومړى اقدام به يې هېواد ته د سولې او ثبات راوړل وي.

د هرات يوه مدني فعال شفيق بهروزيان وويل: ((د طالب او داعش په لاس په بېلابېلو بهانو زموږ د امنيتي ځواکونو او بې ګناه افرادو وژل، موږ دې پايلې ته رسوي چې له سولې پرته بله لاره نه لرو.))

هغه زياته کړه، په اوسنيو شرايطو کې اړينه ده چې له تېرو مسايلو سترګې پټې کړو او د جګړې د پاى ته رسولو لپاره له هر فرد او ډلې سره په چې دغه جګړه کې ښکېل وي، سوله وشي.

نوموړي په ورته وخت کې د سولې تړون په چوکاټ کې د  اسلامي حزب د بنديانو د خوشې کولو په اړه وويل: ((هيله ده چې د حزب اسلامي بنديانو خوشې کول هم د نورو خوشې شوو طالبانو په څېر سر درد نه شي، يو ځل بيا د خلکو وژنې ته مخه نه کړي، که چېرته د ښاغلي کرزي له لوري د طالب بنديانو د خوشې کولو په څېر وي، نو افغانستان به له يوې بلې ننګونې سره مخامخ کړي.))

د مزار شريف يوه مدني فعال سيد عالم له حکمتيار سره سوله  د حکومت لپاره يوه لاسته راوړنه وبلله .

هغه وويل: (( افغانان بايد تېر مسايل شاته وغورځوي او د يوه داسې افغانستان د جوړولو لپاره سره لاس ورکړي چې له تعصب او ستونزو خالي وي، دا چې اوس اسلامي حزب خپله وسله په ځمکه ږدي، څو د خلکو د ارامۍ لپاره کار وکړي، يو ښه او ډاډمن حرکت دى، بايد ملاتړ يې وشي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking