ايبک، پلخمري (پژواک ١٠ غويى ٩٦): د سمنګانو چارواکي وايي، د دې ولايت په دره صوف پايين کې د وسله والې نښتې پرمهال دوه تنه وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.
د يادې شوې ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالله ظفري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ په تاخچي سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ، چې په کې يو پوليس ووژل شو او درې نور ژوبل شول.
ده زياته کړه، تر دې وروسته د بلې پوستې امنيتي ځواکونو پر طالبانو بريد وکړ او په کې د ملا بحرالدين مبارز په نوم يې يو طالب سرګروپ وواژه او څلور نور يې ټپيان کړل.
د هغه په وينا، له لومړۍ پوستې څخه طالبانو يو راکټ انداز او يوه پيکا وړي دي، خو له هغه وروسته طالبان تښتېدلي او اوسمهال پوسته بېرته د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
بايد وويل شي چې د دره صوف پايين ولسوالۍ له ١٠- ١٢ کلي د طالبانو په لاس کې دي.
له بلې خوا، د بغلان چارواکي وايي، چې د بغلان – مزارشريف په لويه لاره کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د ولايتي روغتون مشر عين الدين صيادي، پژواک اژانس ته وويل چې تېر ماښام يو صرف موټر له کابله د مزارشريف په لوري روان وو چې د لارې په اوږدو کې طالبانو پرې بريد کړى دى.
ده زياته کړه، د دې بريد په پايله کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن