ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امکاناتو کموالي د پروان پوهنیز بهير له بد وضعيت سره مخ کړى

د امکاناتو کموالي د پروان پوهنیز بهير له بد وضعيت سره مخ کړى

author avatar
1 May 2017 - 16:18
د امکاناتو کموالي د پروان پوهنیز بهير له بد وضعيت سره مخ کړى
author avatar
1 May 2017 - 16:18

کابل (پژواک، ١١ غويى ٩٦): د پروان ولايت يو شمېر ښوونځيو کې د درسي ټولګيو، کتابونو، مېزونو، څوکيو او ښوونکو کمښت د دغه ولايت روزنيز بهير له ستونزو سره مخ کړى او د سيدخېل سيمې يو شمېر اوسېدونکي ښځوونځيو کې د دوى د اولادونو نه جذبېدو په اړه شکايت کوي.

د پروان په مرکز کې ساپي لېسه د دغه ولايت د هغو ښوونځيو له ډلې ده چې زده کوونکي يې له يادو نيمګړتياوو سر ټکوي.

په دې لېسه کې د دوو ټولګيو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او د درسي ټولګيو لپاره يې دوولس خېمې درولې دي.

په ځينو ښوونځيو کې زده کوونکي تر خېمو لاندې زده کړې کوي خو په ځينو ټولګيو کې د ښوونکو نه شتون له امله شور ماشور د خلکو پام ځان ته ور اړوي.

د دې لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکي احمد حسيب له دغه وضعيت څخه شکايت وکړ او پژواک خبري اژانس ته يې وويل: “اړ يو چې تر خېمو لاندې درس ووایو، زموږ ښوونځي کې ټولګي لږ دي، د باران پر مهال نورو ټولګيو ته ځو، له زده کړو پاتې کېږو، له دې امله چې خېمې څاڅي او تر پښولاندې مو اوبه وي.”

هغه چې د خپلو ټولګيوالو په استازولۍ خبرې کولې، دې خېمه کې زړو او له خاورو ډکو مېزونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې داسې وضعيت کې د زده کړو دوام ستونزمن کار دى.

هغه او دوه نور ټولګيوال يې د دري ژبې يو کتاب لولي.

حسيب وايي په داسې حال کې چې د ښوونځي کتابونو د پېرلو وس نه لري، د ١٨ درسي کتابونو له ډلې شپږ کتابونه ورکړل شوي او اړ دى چې ورځني درسونه له خپلو ټولګيوالو سره چې له بازار څخه يې کتابونه اخيستي دي، ولولي.

هغه زياته کړه: “له مهالوېش سره سم، هغه ورځ چې د کوم مضمون کتاب ونه لرم، د درس مفهوم اخيستل راته خورا ستونزمن وي.

د ياد ښوونځي نهم ټولګي زده کوونکي عبدالعلي وويل چې له ١٨ کتابونو څخه څلور کتابونه ورکړل شوي او پاتې کتابونه يې له بازار څخه پېرلي دي.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د ښوونکو کمښت له امله د دوى ځيني درسي ساعتونه خالي وي او ان له څلورو کلونو راهيسې د رياضي مضمون ښوونکى نه لري.

د هغه په وينا، د مسلکي ښوونکو نه شتون، د ښوونځي اداره اړ ايستلې څو د بلې رشتې ښوونکي د رياضي تدريس لپاره وګوماري، دغه کار لامل شوى څو زده کوونکي رياضي مضمون کې څه زده نه کړي.

هغه وايي چې ټول شته مېزونه او څوکۍ استهلاک شوي او ځيني زده کوونکي د څوکيو کمښت له امله پر ځمکه کېني او د تدريس لپاره منظم ټولګي شتون نه لري او په پرانيستې فضا کې درس لولي.

د صادقي لېسې مدير ميرعصمت الله سادات، د زده کوونکو ستونزو د تاييد تر څنګ وويل چې ټاکل شوې د دغه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شي.

نوموړى وايي چې په دې لېسه کې شاوخوا پنځه زره زده کوونکي درې وخته زده کړې کوي او له ١٣٩٤ کال راهيسې د مېزونو، څوکيو، کتابونو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

د هغه په وينا، سره له دې چې د يوې موسسې په مرسته د هر مضمون ٤٠٠ ټوکه کتابونه پېرل شوي او پر زده کوونکو وېشل شوي دي، خو لا هم دغه ښوونځي کې زرګونو کتابونو ته اړتيا شته.

هغه وويل، د دې ترڅنګ چې په دې وروستيو کې دغه ښوونځي کې د حق الزحمې په بدل کې ١١ ښوونکي ګومارل شوي دي خو اوس هم د رياضي، انګليسي او ديني علومو څلورو ښوونکو ته اړتيا شته.

سادات وويل چې په دغه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو چمتو کولو لپاره د اوبو فلتر يوه دستګاه نصب شوې ده، خو د پاکوالي په اړه يې ډاډه نه دى؛ ځکه کله چې زده کوونکي له دې اوبو څخه ګټه اخلي کله ناکله په بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

د پروان په مرکز کې د حضرت بي بي حفصې د نجونو لېسې اتم ټولګي زده کوونکې طيبې د درسي کتابونو، څښاک روغتيايي اوبو، ښوونکو، مېزونو او څوکيو له کمښت څخه سر وټکاوه.

هغه چې تر خېمې لاندې په ماته څوکۍ ټولګي کې ناسته وه، کله چې د قرانکريم له درس لوستلو څخه فارغه شوه له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال یې شکايت وکړ او ويې ويل چې ټولګيوال يې له تېرو درېيو کلونو راهيسې تر خېمو لاندې درس لولي.

هغې زياته کړه: “کله چې توند باد شي، زموږ جامې او ځان له خاورو او دوړو ډکېږي، زموږ کتابونه او جامې په خاورو ککړېږي، که د باران پر مهال له ټولګي څخه د درس لوستلو لپاره بهر نه شو تر پښولاندې مو اوبه راغونډېږي او له پاس څخه د خېمې څڅېدو او سړې هوا له امله زموږ لپاره درس لوستل ستونزمن دي، خو اړ يو چې ويې زغمو.”

نوموړې خپلې ماتې شوې څوکۍ ته اشاره وکړه ويې ويل: “دا څوکۍ د ناستي نه ده، کله دا څوکۍ بل کس وړي، په يو ټولګې او بل ټولګي ګرځو څو ځان ته څوکۍ پيدا کړو، که نه وي نو پر ځمکه کېنو، نن زموږ درې درسي ساعتونه تش وو، ښوونکي نه لرو، د قرانکريم تدريس لپاره په حق الزحمې باندې يو ښوونکى لرو او بس، له کور څخه مې ترموز کې د څښاک پاکې اوبه راوړې؛ ځکه د ښوونځي اوبه د استفادې وړ نه دي، کله چې هوا توده شي څه به کوو؟”

دغه رازد د دغه ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکي ذکرالله هم د څښاک پاکو اوبو نه شتون په اړه شکايت وکړ او ويې ويل چې زيات شمېر زده کوونکي د تندې پر مهال د “کانال جوی پروژې” له ناپاکو اوبو څخه استفاده کوي چې د ستوني درد او نس ناستي لامل ګرځي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د موسم له تودېدو سره سم د څښاک اوبو ته اړتيا زياتېږي، که دې ستونزې ته لاسرسى ونه شي، ښايي زيات شمېر زده کوونکي ښوونځي ته له تګ څخه پاتې شي.

د دغه ښوونځي د اووم (ج) ټولګي زده کوونکې سحر وايي چې ټولګي کې ان د څلورو زده کوونکو پر یو کتاب رسېږي.

دغه راز د هغې په وينا، کوم کتابونه چې د ښوونځي له خوا زده کوونکو ته ورکړل شوي دي، زاړه او ان پاڼې يې شلېدلي دي.

نوموړي وويل چې يو شمېر زده کوونکو له بازار څخه کتابونه اخيستې دي خو يو شمېر زده کوونکي چې اقتصادي وضعيت يې کمزورى دى، د کتابونو پېرلو توان نه لري او له سختې ستونزې سره مخ دي.

سحر چې خپل ټولګي کې درېيم نومره ده وايي چې د ځينو کتابونو مهم درسونه د ټولګيوالو له کتابونو ليکې او استفاده ترې کوي.

د دغه ښوونځي د اووم( ج) تولګي د زده کوونکو شور ماشور چې تر خېمه لاندې ناست وو، پام ور اړاوه او د دې څرګندونه يې کوله چې په دغه ښوونځي د ښوونکو شمېر کم دى.

د دغه ټولګي يوې زده کوونکې سحر د خپلو زده کوونکو په منځ کې د پوښتنې په ځواب کې وويل: ((نن مو درې درسي ساعتونه خالي وو، استادان کم دي، څوک نشته، زده کوونکي همداسې غالمغال کوي، يوازې يوه ستونزه نه ده، زموږ د ښوونځي ودانۍ هم نيمګړې ده، د باران پر مهال لندېږو، په باد او باران کې درس نه شو ويلى.))

د بي بي حفصه د ښوونځي سرپرست محمد سلام د زده کوونکو ځينې ستونزې مني او وايي چې د دغه ښوونځي ٢٥٠زده کوونکو ته تر خېمو لاندې زده کړې ورکول کېږي، خو زياتوي چې د دغه ښوونځي د نوې ودانۍ کار مخ په بشپړېدو دى.

د هغه په خبره، د ښوونځي د کتابونو د کمښت پوره کولو لپاره يې د ښار معارف ته وړانديز کړى او د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل لپاره په دې وروستيو کې د پوهنې رياست له لوري دغه ښوونځي ته لس ښوونکي ور پېژندل شوي، خو لا هم لسو نورو ښوونکو ته اړتيا لري.

پر مرکز سربېره په ولسواليو کې هم ورسته ستونزې شته دي.

د پروان د ولايتي شورا غړي عبدالمين قدوسي وويل چې دغه شورا په دغه ولايت کې د ښوونځيو د اړتياوو څېړنه پيل کړې او ځينې ښوونځي يې هم څېړلي دي.

د نوموړي په خبره، تر اوسه پورې موندنې څرګندوي چې د درسي خونو، کتابونو، مېزونو، څوکيو او ښوونکيو کمښت په ځينو ښوونځيو کې شته دى.

نوموړي زياته کړه چې دا ستونزې يې د پوهنې رياست له چارواکو سره شريکې کړې او شورا هم دغه موضوع تعقيبوي.

د پروان د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال نظام الدين رحيمي د ښوونځيو ځينې ستونزې مني، خو وايي چې د پوهنې رياست يې د حل لپاره هڅه کوي.

د هغه په خبره، په دغه ولايت کې په ټوليز ډول ٤٤٢ ښوونځي شته چې له ډلې يې ١٨٧ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په کرايي ودانيو او خېمو کې درس وايي، خو زياته يې کړه چې د ښوونځيو د يوولسو ودانيو د جوړېدو کار روان دى.

د نوموړي په خبره، ټاکل شوې چې سږ کال به په دغه ولايت کې د ١٩٢ ميليارده افغانيو په لګښت د دېرشو ښوونځيو او پنځه د پوهنې امريتونو ودانۍ جوړې شي.

نوموړي زياته کړه چې په ټوله کې په پروان ولايت کې اوسمهال په داسې حال کې زرو مسلکي او رسمي ښوونکو ته جدي اړتيا ده چې له ١٣٩٢ کال راهيسې د پوهنې وزارت پروان ولايت ته د نوو ښوونکو د استخدام لپاره تشکيل نه دى ورکړى.

د پوهنې وزارت د خپرونو رييس محمد کبير حقمل وايي چې له درېيو کلونو راهيسې نه يوازې چې د پروان ولايت، بلکې بل هېڅ ولايت کې د ښوونکو د استخدام لپاره نوى تشکيل نه دى ورکړل شوى؛ ځکه چې د ښوونکو نوى تشکيل د دولت له لوري پوهنې وزارت ته نه دى ورکړل شوى.

د پروان ولايت د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال وايي چې اوسمهال د پروان په ښوونځيو کې ٦٩٧٠ رسمي ښوونکي فعاليت لري، خو زرو (١٠٠٠) نورو ښوونکو ته هم اړتيا ليدل کېږي.

هغه وويل چې د ستونزې د حل لپاره يې د حق الزحمې په بدل کې له زرو ښوونکو رقابتي ازموينه اخيستې چې له منځه يې يو شمېر ښوونځيو ته ور پېژندل شوي او ټاکل شوې چې پاتې يې هم د اړتيا پر بنسټ ښوونځيو ته ور وپېژندل شي.

رحيمي زياته کړه چې د پروان د ښوونځيو د زده کوونکو ټوليز شمېر ٢٣٤ زره تنو ته رسېږي چې سږ کال ورته څه باندې سل زره ټوکه کتابونه وېشل شوي، خو د ټولو اړتياوو د لرې کولو لپاره په دغه ولايت کې يو ميليون ټوکه نورو کتابونو ته هم اړتيا ده.

نوموړي وويل چې د پوهنې رياست د مېزونو او څوکيو د کمښت په اړه له ځينو مرستندويه موسساتو سره اړيکې نيولې او هڅه کوي دا ستونزه هم حل شي. هغه ونه ويل چې د پروان په ښوونځيو کې څومره مېزونو او څوکيو ته اړتيا ده.

رحيمي د چاريکارو ښار د ښوونځيو په ځانګړي ډول په خصوصي ښوونځيو کې د څښاک اوبو ستونزه هم مني او وايي چې دا ستونزه به د سالنګ ولسوالۍ د کوک لامي درې له لارې مرکز ته د اوبو رسولو د شبکې په بشپړتيا سره حل شي.

هغه هيله څرګنده کړه چې دا پروژه به راتلونکي شاوخوا يوه کال کې بشپړه شي.

د پروان ولايت د ښوونځيو ورته ستونزې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم شته دي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رييس محمد کبير حقمل وايي چې اوسمهال د هېواد په کچه ١٧٤٠٠ ښوونځي او مدرسې فعالې دي چې ٨٤ سلنه يې ودانۍ نه لري.

هغه وويل چې د هېواد د ښوونځيو لپاره د څلوېښت زره نورو ښوونکو ګومارلو او نږدې پنځوس ميليونه ټوکه درسي کتابونو ته اړتيا لري.

هغه وايي چې د دغو اړتياوو د پوره کولو لپاره د منظور شوې بوديجې سره سم اقدام کېږي، خو د ټولو اړتياوو د پوره کوله لپاره کافي بودجه نه لري.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال د جديد الشمولانو په ګډون د ښوونځيو د ټولو زده کوونکو شمېره ٩.٢ ميليونه کسانو ته رسېږي.

د نوو زده کوونکو نه منل

د پروان په يوه بل ښوونځي د نوو زده کوونکو نه منل يوه بله موضوع ده چې ځينې سرچينې ورنه شکايت لري، خو د پوهنې رياست چارواکي دغه خبرې موجه نه بولي.

د پروان د سيدخېل ولسوالۍ د خدايداد خېل کلي اوسېدونکي کامران پژواک خبري اژانس ته وويل چې شپږ هلکان سږ کال ځکه له ښوونځي پاتې شول چې د سيدخېل ولسوالۍ د نجونو لېسې يې له جذب نه ډډه وکړه.

هغه زياته کړه: ((د کال په لومړيو کې مې درې ماشومان د نجونو لېسې ته چې کلي ته مو نږدې ده، ور وستل خو ويې نه نيول، د ښوونځي مدير ويل چې د هلکانو لېسه کې يې شامل کړه، د هلکانو لېسه مو له کور نه دوه کيلومتره لرې ده، شپږ کلن ماشومان تر هغه ځايه نه شي تللى، د نجونو د ښوونځي مدير وايي که چېرته تاسې خپل ماشومان په سيف الرحمان ښوونځي کې شامل نه کړى، د هغه لېسې د زده کوونکو شمېره کمېږي، سقوط کوي، هر څو مو چې هڅه وکړه، ويې نه منله.))

د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال نظام الدين رحيمي وايي چې د سيدخېل ولسوالۍ د نجونو ښوونځي کې د جديد الشمول زده کوونکو د نه منلو په اړه د خلکو شکايت د يوه پلاوي له لوري څېړل شوى دى.

د هغه په خبره، هغه شاګردان چې د پروان د پوهنې رياست د هدايت پر بنسټ په ياد ښوونځي کې د زده کوونکو د نه جذبېدو يو لامل دا دى چې د سيف الرحمن د هلکانو لېسه د ګڼو هلکانو د جذب ظرفيت لري او د خلکو د خبرو خلاف دواړوه ښوونځي په خپل منځ کې نږدې نيم کيلومتر واټن لري.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.