مزارشريف (پژواک، ۱۱ غويی ۹۶): د بلخ ولايت لسګونو کارګرو د خواريکښو د نړيوالې ورځې په مناسبت د خپلو حقوقو لپاره لاريون وکړ.
دوی چې د بلخ د ځينو فابريکو چارې يې ټکنۍ بللې، اندېښنه يې وښوده چې ځوانان د بې کارۍ له امله د مخالفو وسلخ والو ليکو ته ورځي.
د بلخ کارګرو د غويي په ۱۱مه په مزارشريف ښار کې د محکمې پر سړک د خپلو غوښتونو په موخه لاريون وکړ او له دولت څخه يې په جدي توګه د کار او رزګار غوښتنه وکړه.
دغه لاريون چې د بلخ ولايت د ګارګرو ټولنې له خوا پيل شوی و، د لاريون په اوږدو کې يې ((موږ کار غواړو))، ((موږ کور غواړو))، ((موږ عادلانه مزدوري غواړو)) شعارونه ورکول، له ځان سره يې د کار غوښتنې چاپ شوي شعارونه هم لېږدول.
د ياد لاريون ګډون کوونکی محمد موسی وايي چې دی د چوک د سر مزدور دی.
نوموړي پژواک ته وويل چې هره ورځ د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پيدا کولو په موخه چوک ته راځي، چې ډېری وخت ورته کار نه پيدا کېږي.
هغه وايي چې کله پيدا هم شي نو د ټولې ورځې د کار په بدل کې يې څوک ورته له ۲۰۰ افغانيو ډېره مزدوري نه ورکوي.
موسی وويل چې دولت د عامو خلکو لپاره د کار پیدا کولو کومه ځانګړی پروګرام نه لري، له همدې امله دوی په سخته ژوند تېروي.
نجيب الله هم چې په دغه لاريون کې يې برخه اخيستې وه، د سرچوک مزدوري کوي.
نوموړي پژواک ته وويل، له کومې ورځې چې د ولسمشرۍ ټاکنې شوې او نوی ولسمشر ناست دی، سمه ورځ يې نه ده ليدلې.
د هغه په وينا، دوی د خپلې کورنۍ لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره هره ورځ لالهانده وي؛ خو لا يې په ماړه نس ډوډۍ نه ده ورکړې.
نجيب الله پر دې هم خپه و چې د نوي حکومت له راتګ سره د ځوانانو وژنه او ترهګري په هېواد کې ډېر شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن