ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات زندان کې  ښوونځى جوړ شو

هرات زندان کې ښوونځى جوړ شو

author avatar
2 May 2017 - 18:29
هرات زندان کې  ښوونځى جوړ شو
author avatar
2 May 2017 - 18:29

هرات (پژواک، ١٢ غويى ٩٦): د هرات ولايت په زندان کې د زندانيانو د سواد په موخه يو ښوونځى پرانېستل شو.

 د هرات والي محمد اصف رحيمي د ياد ښوونځي د پرانېستې په مراسمو کې وويل، د ياد ښوونځي له جوړېدو موخه؛ د هغو زندانيانو باسواده کول دي؛ چې د سواد له نعمت محروم پاتې شوې دي.

 هغه زياته کړه، اوسمهال هرات زندان کې له ٢٥٠٠ زيات زندانيان د بند شپې او ورځې سبا کوي، چې له دې جملې يې ډېرى زندانيان بې سواده دي.

 د هغه په وينا، په ياد ښوونځي کې زندانيانو ته تر شپږم ټولګي پورې زده کړې ورکول کېږي، چې په پاى کې به يوه پېژندل شوې او معتبره شهادتنامه هم ورکول کېږي، څو له زندان څخه له خلاصېدو وروسته خپلو نورو زده کړو ته هم دوام ورکړي.

 رحيمي وويل، د ياد ښوونځي مديريت اوسمهال د زندانيانو پر غاړه دى او پکې هغه ٣٨ زندانيان چې تحصيلي سندونه لري؛ د ښوونکو په توګه پکې په دنده ګومارل شوي او دغه راز دوه نور ښوونکي هم له دوى سره همکاري کوي.

هغه زياته کړه: "تر اوسه هغو ٩٥٠ زندانيانو چې بېسواده دي، ثبت نام کړى، ټاکل شوې چې ياد ښوونځي ته له زندان بهر رسمي ښوونکي هم راوستل شي."

ورته مهال د هرات د پوهنې مشر عبدالرزاق احمدي، د دې خبرې په څرګندولو سره چې تر اوسه يادو زندانيانو ته تر شپږ ټولګي پورې د زده کړو زمينه مساعده شوې، زياته کړه: "موږ هڅه کوو چې د سږ کال په اوږدو کې د دغه ښوونځي د ارتقا بحث هم وکړو، څو راتلونکى کال په منځني ښوونځي بدل شي."

 ورته مهال يو شمېر زندانيان له ياد ښوونځي څخه د هرکلي ترڅنګ وايي، د ياد ښوونځي په جوړېدو سره له يوې خوا بې سواده زندانيان، باسواده کېږي او له بل لوري زندان په يوه فرهنګي ځاى بدليږي.

د دلاور په نوم يوه زنداني پژواک ته وويل: "کله چې پنځه کاله وړاندې دلته وو، بل ډول وضعيت و، خو اوس چې ښوونځى جوړ شوى؛ هيله لرو چې وضعيت به بدل شي."

يوه بل زنداني غلام سرور وويل: "موږ په دې خوشاله يو چې دغه رسمي ښوونځى جوړ شوى او موږ به له ازادېدو وروسته باسواده کسان يو."

د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، چې د ياد ښوونځي ټولو زده کوونکو ته د اړتيا وړ توکي لکه قرطاسيه او درسي کتابونه ورکول کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.