ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حزب اسلامي ٥٥ بنديان خوشې شول

د حزب اسلامي ٥٥ بنديان خوشې شول

author avatar
2 May 2017 - 17:36
د حزب اسلامي ٥٥ بنديان خوشې شول
author avatar
2 May 2017 - 17:36

 کابل(پژواک، ١٢غويى ٩٦): د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي اړوند ٥٥ بنديان نن د کابل له څرخي پله زندان څخه خوشې شول.

د حزب اسلامي يوه مطبوعاتي مسوول نادر افغان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوي زندانيان د دولت او حزب تر منځ د هوکړه ليک پر بنسټ نن (١٢غويى) له څرخي پله زندان څخه خوشې شول.

 هغه وويل چې په دې زندانيانو کې د حزپ ٦٨بنديان شامل دي چې ټاکل شوې وه، پرون ورځ خوشې شي، خو دا چې حکومت د ٦٨په ځاى ٥٥ نور بنديان خوشې کول، حزب اسلامي يې له منلو ډډه وکړه. نوموړي د يادو شوو ١٣ بنديانو د نه خوشې کولو لامل څرګند نه کړ.

افغان په ورته وخت کې وويل چې د ١٣ پاتې زندانيانو دوسيې هم نهايي شوې، خبرې روانې دي او ټاکل شوې چې ډېر ژر به هغوى هم خوشې شي.

د اسلامي حزب د مطبوعاتي ټيم غړي زياته کړه چې ٥٥ خوشي شوي بنديان خپلو کورنيو ته تسليم شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې ددغه هوکړه ليک پر بنسټ، ټاکل شوې وه چې د حزب اسلامي د بنديانو لومړۍ ډله تېره اوونۍ را خوشې شي، خو د ځينو ملحوظاتو په سبب دغه کار وځنډول شو.

د حزب اسلامي وياند قريب الرحمان سعيد تېره ورځ پژواک ته وويل، څو پورې چې د ٦٩بنديانو د خلاصون موضوع نه وي حل شوې، دا ګوند به له حکومت سره خبرې ونه کړي او دغه بهير يې ځنډولى دى.

د دولت او حزب ترمنځ د شوي هوکړه ليک د پلي کولو د ګډ کمېسيون په خبرپاڼه کې چې نن پژواک ته رسېدلې، راغلي چې افغان دولت د هوکړه ليک د ټولو موادو پلي کولو ته ژمن دى. د هوکړه ليک د ١١مې مادې له مخې د حزب بنديان چې په سياسي او امنيتي جرمونو محکوم دي او حق العبد ونه لري، د دوسيو له څېړنې وروسته به خوشې شي.

خبرپاڼې زياته کړې، هوکړه ليک اعلانوي چې نن د ولسمشر د حکم له مخې د حزب اسلامي اړوندو ٦٨بنديان چې دوسيې يې څېړل شوې وې، خوشې کول يې پيل شول.

د يادو فرمانونو له مخې، په لومړي پړاو کې به نن ٥٥ بنديان خوشې شي او د اسنادو په بشپړېدو سره به ١٣ نور بنديان هم نږدې راتلونکو ورځو کې خوشې کړي.

د يادونې ده چې د حزب اسلامي د نورو بنديانو د دوسيو څېړنه هم بشپړه او ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ کې به يې لېست ولسمشر ته واستول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.