ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي مشارکت ګوند: ځينې کړۍ د نظام رانسکورولو په هڅه کې دي

د ملي مشارکت ګوند: ځينې کړۍ د نظام رانسکورولو په هڅه کې دي

author avatar
2 May 2017 - 20:39
د ملي مشارکت ګوند: ځينې کړۍ د نظام رانسکورولو په هڅه کې دي
author avatar
2 May 2017 - 20:39

کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٦): د افغانستان ملي مشارکت ګوند وايي، د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال دوستم، احمدضياء مسعود او څو نورې کړۍ د اوسني نظام د رانسکورولو په هڅه کې دي او حکومت يې بايد مخه ونيسي.

خو د جنرال دوستم او احمدضيا وياندويان بيا دا ډول ادعاوې ردوي.

د افغانستان د ملي مشارکت  ګوند مشر نجيب الله کابلي، نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، د هېواد په دننه کې يو شمېر کړيو د روسيې، ايران او پاکستان په مرسته د دولت پر وړاندې د پاڅون چمتووالى نيولى دى.

نوموړي جنرال دوستم، احمدضياء مسعود، لطيف پدرام، د جنبش روشنايي د مشرتابه غړي او يو شمېر نور کسان د هېواد د اوسني نظام د رانسکورولو پر هڅو تورن کړ او ويې ويل، يادې کړۍ هڅه کوي د بهرنيانو او امنيتي ځواکونو پر وړاندې خلک تنظيم او بيا يې د اوسني نظام پر ضد ودروي.

نوموړي زياته کړه: "اوس هم سربېره پر دې چې روس، ايران، پاکستان او د سيمې يو شمېر نور هېوادونه وسله والو طالبانو ته پوځي روزنه ورکوي او پوځي اډې ورته جوړوي، د افغان دولت په داخل کې هم دغو هېوادونو جنرال دوستم، احمدضياء مسعود، د جنبش روشنايي د مشرتابه غړي او لطيف پدرام د خپلو ګټو د ساتلو په موخه ټاکلي دي."

کابلي زياته کړه: "زه په دې اړه کره اسناد او مدارک هم لرم، که چېرې څوک وغواړي؛ له خپلو خبرو په محکمې کې هم دفاع کوم."

د افغانستان ملي مشارکت ګوند مشر له ولسمشر، عدلي او قضايي ارګانونو او هېوادوالو وغوښتل، څو ياد کسان د پرديو په امر د ملي ګټو ضد کړنو ته پرېنږدي او د دوى له دغې کړنې ژر تر ژره مخنيوى وکړي او دوى بايد په رسمي ډول عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

هغه وويل: "موږ د ملګرو ملتونو له امنيت شورا او د بشر حقونو له بنسټونو په جدي توګه غواړو، څو ياد کسان په خپل تور لېست کې داخل کړي او په نړيوالو او د سيمې هېوادونو په بانکونو کې د دوى شته پانګې کنګل کړي او دوى د قانون منګولو ته وسپاري. "

خو د جنرال دوستم وياند بشيراحمد تينج دغه ادعاوې درواغ وبللې او ويې ويل، د هېواد پر ملي او داسې شخصيتونو چې په هېواد کې د بدلونو اصلي محور او د نظام جوړوونکي دي؛ دا ډول ادعاوې وارديږي.

هغه زياته کړه: "دا ډول خبرې درواغ او تهمت دى او دا لومړى ځل نه دى او د هغه (نجيب کابلي) خبرو کې کوم نوي څه هم نه ښکاري، ځکه نوموړي پخوا هم دا ډول څرګندونې کړې دي."

د هغه په وينا، جنرال دوستم تل د امنيت ټينګښت او د منفي پديدو د له منځه وړلو لپاره کار کړى؛ حکومت بايد د دا ډول مجهول الهويه کسانو د خبرو مخنيوى وکړي.

د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو برخه کې د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود وياند او باوري کس رحمت الله بيژن پور هم دغه ادعاوې بې بنسټه وبللې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.