ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د کم پيدا حیواناتو او مرغانو ښکار ډېر شوی

غزني کې د کم پيدا حیواناتو او مرغانو ښکار ډېر شوی

author avatar
2 May 2017 - 15:44
غزني کې د کم پيدا حیواناتو او مرغانو ښکار ډېر شوی
author avatar
2 May 2017 - 15:44

غزني ښار (پژواک، ١٢غويی ٩٦): په غزني کې د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نادرو حيواناتو او مرغانو ښکار ډېر شوى دى.

په غزني کې د چاپېریال ساتنې ادارې مشر شبيراحمد احمديار د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو په غزني ښار، ناهور، جغتو، قره باغ او اندړو ولسواليو کې د کم پيدا حيواناتو او مرغانو ښکار په بې رحمې سره روان دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو حيواناتو کې هوسۍ، کيدړې، لېوان او داسې نور او په مرغانو کې زاڼې، باران طلب، څاړي، زرکان، مړز، جلان، سيسۍ، خراړي، بازان، کونګ، هيلۍ او داسې نور شامل دي.

احمديار زياته کړه: ((خلک دغه ښکار د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کوي، مرغان او حيوانات ښکار کوي او بيا يې خرڅوي.))

هغه اندېښنه وښوده که چېرې د دغه کار مخه ونه نيول شي نو ډېر ژر به د دې حيواناتو او مرغانو نسل په غزني کې ورک شي.

ده له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې اړينه پاملرنه وکړي او هغه کسان چې د دې حيواناتو او مرغانو ښکار کوي، له قانون سره سم دې سزا ورکړي.

دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړي حميدالله نوروز هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې د کم پیدا حيواناتو او مرغانو تر څنګ د کبانو ښکار هم په بې رحمې سره روان دى.

هغه وايي: ((ځيني خلک دغه کار د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کوي خو ځيني نور يې بيا د تفريح لپاره کوي.))

ده هم وويل چې په دې وروستيو کې په غزني کې د ډېر نه پيدا کېدونکو حيواناتو او مرغانو نسل مخ په ورکېدو دى.

د غزني ښار اوسېدونکي جلال پژواک ته وويل چې دغه مرغان او حيوانات خلک تر ښکار وروسته نورو ولايتونو ته د خرڅلاو لپاره وړي.

هغه وايي: ((ما اورېدلي دي چې د څاړي په نامه مرغه عرب ډېر خوښوي او هر ځاى کې چې وي ورپسې راځي او په لوړه بيه يې اخلي.))

دغه راز د غزني د اندړو ولسوالۍ د سردې بند سيمې اوسېدونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل: ((د رخصتو په ورځو کې دلته ډېر خلک په سردې بند کې ماهيان نيسي او د ماهيانو د نيولو لپاره سيند ته لاسي بمونه غورځوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.