ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل صياد کې لس امنيتي پوستې وسله والو نیولې

د سرپل صياد کې لس امنيتي پوستې وسله والو نیولې

author avatar
4 May 2017 - 16:57
د سرپل صياد کې لس امنيتي پوستې وسله والو نیولې
author avatar
4 May 2017 - 16:57

سرپل ښار (پژواک، ١٤ غويى ٩٦): يو سرچينه وايي چې تېره شپه د سرپل ولايت صياد ولسوالۍ کې لس امنيتي پوستې د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شوې، خو سرپل والي د يوې امنيتي پوستې سقوط تاييدوي.

د سرپل يو سيمه ييز چارواکى چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وايي چې امنيتي ځواکونو د وري اولسمه د دولت وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات پيل کړل خو د پرمختګ پر ځاى شا تګ کړى دى.

سرچينه زياتوي چې دې ولسوالۍ کې د تېرې شپې جګړې پر مهال ١٠ امنيتي پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي او طالبانو زيات شمېر نيولې پوستې سوځولې دي.

د ولايتي شورا غړي سيد اسدالله دانش هم د کره شمېر له وړاندې کولو پرته وويل چې يو شمېر امنيتي پوستې د صياد دولت شهيد سيمه کې د دولت وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شوې دي.

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونو د صياد مرکزغونډيو ته شا تګ کړى دى.

دواړه سرچينې د دې جګړې مرګ ژوبلې په اړه څه نه واي.

وسله والو طالبانو ويلي چې تېره شپه يې د امنيتي ځواکونو ١٢ پوستې نيولې دي، دوه امنيتي سرتېري يې وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

هغوى ويلي چې په دې جګړه کې د دوى درې کسان هم ټپيان شوي دي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وايي چې وسله والو مخالفينو تېره شپه د دولت شهيد سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې په پايله کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هغه وايي چې دې ولسوالۍ کې يوازې يوه امنيتي پوسته وسله والو مخالفينولاس ته ورغلې ده او دې جګړه کې يوازې يو امنيتي منسوب برسېرن ټپي شوى او يو رينجر موټر څه زيانمن شوى دى.

سرپل والي امنيتي وضعيت د قناعت وړ بللى او وايي چې ډېر ژر به د دولتي ځواکونو له لوري دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يرغليز بريدونه ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.