جلال اباد (پژواک، ١٤ غويى ٩٦): د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د هوايي بريد پر مهال د داعش اووه وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۱۴مه پژواک اژانس ته وویل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ سیمه کې بې پيلوټه بريد ترسره کړی و.
د هغه په وينا، د ياد بريد له امله د داعش وسله والې ډلې ۷ جنګیالي وژل شوي چې يو يې هم د دغو کسانو ډلمشر و.
خوږياڼي دا هم وويل چې په بريد کې د وژل شوو وسله والو څو ميله وسلې او نور تجهيزات هم له منځه تللي دي.
د والي ویاند ډاډ ورکړ چې په دغه بريد کې ملکي وګړو او امنيتي منسوبينو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن