ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینو مدني فعالانو د سیما سمر د ګوښه کولو غوښتنه وکړه

ځینو مدني فعالانو د سیما سمر د ګوښه کولو غوښتنه وکړه

author avatar
4 May 2017 - 15:54
ځینو مدني فعالانو د سیما سمر د ګوښه کولو غوښتنه وکړه
author avatar
4 May 2017 - 15:54

کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٦): يو شمېر مدني فعالانو د حزب اسلامي بنديانو خوشي کېدو په تړاو د بشري حقونو کمېسيون مشرې سيما سمر پر وروستيو څرګندونو نيوکه وکړه او د نوموړې د ګوښه کولو غوښتنه يې وکړه.

سيما سمر د غويي لسمه د بشري حقونو او پوليسو ملي کنفرانس په څنډه کې د حزب اسلامي يو شمېر بنديانو د خوشې کولو په غبرګون کې ويلي: "حکومت هڅه کړې ده چې ټولې قضيې وڅېړي او کوم کسان چې په وړو جرمونو د بېلګې په توګه يوازې د حزب اسلامي په تور بنديان شوي دي، هغوى خوشې کوي."

نوموړې ويلي وو: "په دې برخه کې موږ خپل نظارت کوو او حکومت دې د دوى شخصي جرايم موضوع ته پاملرنه وکړي اوهغه کسان دې ازاد کړي چې په جګړه یيزو جرمونو تورن نه وي."

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون پر بنسټ، د ياد ګوند ٦٨ بنديان له زندان څخه خوشي شوي واى، خو له ياد شمېر څخه ٥٥ بنديان د غويي ١٢مه ازاد شول.

مدني فعال عطاءالله حيران وويل چې د حزب اسلامي بنديانو په تړاو د سيما سمر څرګندونې د ملي ګټو خلاف دي.

هغه وايي: "په تېرو پنځلسو کلونو کې زيات جنايتونه ترسره شوي دي، خو د بشري حقونو کمېسيون خپل غږ نه دى اوچت کړى خو اوس د شخصي او ګوندي موخو لپاره د سولې پر وړاندې خنډ ګرځي."

نوموړي د سمر لرې کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل: "نه د کدرونو کمښت دى او نه د بشري حقونو خپلواک کمېسيون څوکۍ ميراثي ده، نور وړ کسان شته چې د سمر په پرتله د دې څوکۍ مديريت لپاره وړتيا لري."

د هغه په وينا، بايد سمر ګوښه شي او يا دغه کمېسيون لغوه شي ځکه دا کمېسيون هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

مجيب لحاظ يو بل مدني فعال چې په دې ناسته کې يې شتون درلود او د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې د حزب اسلامي بنديانو په تړاو د سمر څرګندونو ته په اشارې وويل چې سمر په هېواد کې د سولې پر وړاندې خنډ ګرځي او د افغانستان بشري حقونو کمېسيون خپلواک نه دى.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې سيما سمر د کوم ګوند غړيتوب لري او خپلواکه نه ده.

د نوموړي په وينا، د دغه کمېسيون مشرې د لسګونو رامنځته شوو پېښو پر وړاندې د ګوندي او شخصي ګټو خونديتوب لپاره چوپتيا غوره کړې ده.

نوموړي هم د سمر ګوښه کېدوغوښتنه وکړه او ويې ويل چې د دغه کمېسيون کړنې دې و ارزول شي؛ ځکه لاسته راوړنې نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.