د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار اوسېدونکي د پوهنې له اوسني وضعیت څخه خوښ نه دي"

د کندهار اوسېدونکي د پوهنې له اوسني وضعیت څخه خوښ نه دي"

May 05, 2017 - 09:51

کندهار (پژواک، ۱۵ غويی ۹۶): د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین ډاکټر محمد ابراهیم شینواری چې کندهار ته یې د پوهنې د بهیر د ارزولو او څېړلو په موخه سفر کړی وايي، د دې ولایت اوسېدونکي د پوهنې له اوسني بهیر څخه خوښ نه دي.

نوموړي دغه څرګندونې د پوهنې د وضعیت په اړه د کندهار له والي، د پوهنې ریاست له مسوولینو، د ولایتي شورا له غړو او قومي مخورو سره تر لیدلو وروسته پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وکړې.

شینواري وویل، کندهار ته یې د سفر موخه دا ده چې د دې ولایت د پوهنې وضعیت وارزوي او د خلکو په مرسته په کې اصلاحات راولي.

ده ومنله چې د کندهار د پوهنې په ریاست کې هم ستونزې شته او د ښار تر څنګ په ولسوالیو کې د پوهنې په برخه کې هم.

نوموړي زیاته کړه: "د دې ولایت په ډېرو سیمو کې ښوونځي نشته، چېرې چې ښوونځي شته زده کوونکي نه ورته راځي، دغه راز په ډېرو سیمو کې د ښوونکو سویه ټيټه ده او ډېری زده کوونکي کتابونه او د اړتیا وړ نورې اسانتیاوې نه لري."

د ده په خبره، له بده مرغه دغلته د پوهنې بهیر هغسې نه دی چې موږ یې غواړو او خلک هم ورڅخه راضي نه دي.

نوموړي دا د جګړې پایله وګڼله چې هم يې فساد زېږولی او هم یې ستونزې ټوکولې دي.

خو ده وویل، په کندهار کې د پوهنې د بهیر د ښه کېدو په موخه یې د خپل څو ورځني سفر په ترڅ کې له چارواکو، مدني فعالانو او خلکو سره لیدلي او له هغوی یې د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

دی وايي، له شک پرته چې ښېګڼې هم شته چې د تقویه کولو لپاره یې کار کوي او ستونزې هم شته چې د حل اراده یې لري.

شینواري وویل، دوی هم داسې معلومات تر لاسه کړي چې په ځینو ولسوالیو کې ښوونځي نشته خو معاشونه یې اخیستل کېږي.

د ده په خبره، په دې اړه هم څېړنه کوي او د حقیقت د روښانه کولو په موخه به له بېلابېلو میکانیزمونو کار اخلي.

د کتابونو د کمښت په اړه نوموړي وویل چې یوازې د اووم، اتم او نهم ټولګیو کتابونه کم دي خو د نورو ټولګیو لپاره یې کتابونه یې څو اوونۍ مخکې کندهار ته را رسولي دي.

خو دی وايي چې له کلنیو ازموینو مخکې به دغه کمی پوره کړي.

د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي وايي، د پوهنې ریاست د سیاسي لاسوهنو قرباني دی او دلته ډېری مامورین د شخصي اړیکو پر بنسټ ګومارل شوي دي.

هغه د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو له معین سره په لیدنه کې پر وزارت هم نیوکه کړې چې ډېر مهال اصول تر پښو لاندې کوي او ان په یوه وخت یې دوو کسانو ته پر یوه موقف د تقرر مکتوب ورکړی دی.

ده غوښتنه کړې چې وزارت دې له ولایتي ادارې سره د پوهنې په اصلاح او پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د کندهار د ولایتي شورا غړو هم له معین سره په لیدنه کې څرګنده کړې چې د کندهار اوسېدونکي د پوهنې ریاست له فعالیت څخه راضي نه دي.

د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال پر وزارت تور لګوي چې په فساد کې ښکېل دی، ځکه په وار وار یې د خيالي ښوونځيو د شتون او نورو ستونزو د څېړلو په بهانه کندهار ته سفرونه کړي، خو پر حقایقو یې پرده غوړولې او کوم اقدام یې نه دی کړی.

دی هم غوښتنه کوي چې د پوهنې په ریاست کې دې اصلاحات راشي، مسلکي او په کار پوه کسان دې یې په راس کې وټاکل شي.

د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین وايي، د اصلاحاتو تر څنګ یو بې طرفه پلاوی ټاکي څو له پوهنې ریاست څخه په پرله پسې توګه څارنه وکړي.

په کندهار کې که له یوې خوا د پوهنې بهیر د ناامنیو او ګڼو نورو ستونزو له امله ټکنی دی، خو بل خوا د پوهنې ریاست د ناسالمو سیالیو او رقابتونو ښکار دی.

که څه هم د پوهنې ریاست لپاره محب الله قادري چې مخکې د دې ریاست کارکوونکی و د کندهار د والي له خوا د سرپرست په توګه ټاکل شوی، خو په دې وروستیو کې د عبدالله اڅکزي په نوم یو بل کس ادعا کوله چې د پوهنې وزارت له خوا د کندهار د پوهنې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

محب الله قادري د روان ۱۳۹۵ کال د وږي په میاشت کې د کندهار د والي له لوري وروسته له هغه د دې ادارې د سرپرست په توګه وټاکل شو چې د پوهنې مخکنی رييس عبدالقادر پيوستون او تدريسي مرستيال محمد عوض نظري د خلکو د هغو شکايتونو پر بنسټ چې ګواکې په دې اداره کې پراخ فساد شتون لري او مسوولين يې لازم خدمات نه شي وړاندې کولاى، له دندو ليرې شول.

د کندهار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د کندهار د پوهنې په ریاست کې سمون راولي، ځکه کلونه کېږي چې له ناندریو، ناسالمو رقابتونو او فساد ښکار دی.

د يادونې ده چې د کندهار د پوهنې په رياست کې له ډېره وخته د پراخو درغليو او فساد په اړه شکايتونه کېږي.

د دې ولايت د پوهنې په تشکيل کې ټول ٤٥٠ ښوونځي شته چې دا مهال يې يوازې ٣١٨ پرانيستي دي، دغه راز د ٣١٨ ښوونځيو له ډلې يوازې ١٩٢ ښوونځي ودانۍ لري او نور يې هيڅ ودانۍ نه لري چې د پوهنې د بهير پر وړاندې لويه ننګونه ده.

دغه راز په يو شمېر ولسواليو کې ښوونځي تش په نوم دي چې معاشونه يې د ځينو زورواکو شخصي اکاونټونو ته ځي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement