کندهار (پژواک، ۱۵ غويی ۹۶): د کندهار په سپین بولدک کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستانيو ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ سکرټر غورځنګ اپريدي د غويي په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، جګړه د دغې ولسوالۍ په لقمان کلي کې روانه ده چې د ډيورنډ فرضي کرښې په صفري برخه کې پروت دی.
هغه زیاته کړه، جګړه نن سهار څلور بجې پاکستانيو ځواکونو پيل کړې او د سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوستو یې د سپکو او درنو وسلو انداختونه وکړل.
د ده په خبره، د دواړو لورو تر منځ جګړه اوس هم دوام لري او سیمې ته اضافي ځواکونه هم لېږل شوي دي.
ده وویل، تر دې مهاله په جګړه کې سرحدي پولیسو د پاکستاني ځواکونو دوه زغره وال موټر نیولي او سوځولي دي.
غورځنګ وايي، په جګړه کې یوازې یو سرحدي پولیس ټپی شوی، خو د پاکستاني لوري د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
نوموړی زیاتوي، لقمان کلی د سپین بولدک اړوند دی، خو پاکستانى لوری یې خپله سیمه ګڼي.
دی وايي، درې ورځې وړاندې د پاکستان د سرشمېرنې ادارې مامورین د ملېشه ځواکونو په ملتیا دغه کلي ته د سرشمېرنې لپاره راغلي وو، چې سرحدي ځواکونو یې مخنیوی کړی و.
د ده په خبره، پاکستاني لوري د افغان سرحدي ځواکونو د دغې کړنې په غبرګون کې جګړه پیل کړې ده.
له جګړې سره هم مهاله د سپين بولدک- چمن لار هم د هر راز تګ راتګ په موخه تړل شوې ده.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن