کندهار (پژواک، ۱۵ غويی ۹۶): د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین ډاکټر محمد ابراهیم شینواری چې کندهار ته یې د پوهنې د بهیر د ارزولو او څېړلو په موخه سفر کړی وايي، د دې ولایت اوسېدونکي د پوهنې له اوسني بهیر څخه خوښ نه دي.
نوموړي دغه څرګندونې د پوهنې د وضعیت په اړه د کندهار له والي، د پوهنې ریاست له مسوولینو، د ولایتي شورا له غړو او قومي مخورو سره تر لیدلو وروسته پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وکړې.
شینواري وویل، کندهار ته یې د سفر موخه دا ده چې د دې ولایت د پوهنې وضعیت وارزوي او د خلکو په مرسته په کې اصلاحات راولي.
ده ومنله چې د کندهار د پوهنې په ریاست کې هم ستونزې شته او د ښار تر څنګ په ولسوالیو کې د پوهنې په برخه کې هم.
نوموړي زیاته کړه: "د دې ولایت په ډېرو سیمو کې ښوونځي نشته، چېرې چې ښوونځي شته زده کوونکي نه ورته راځي، دغه راز په ډېرو سیمو کې د ښوونکو سویه ټيټه ده او ډېری زده کوونکي کتابونه او د اړتیا وړ نورې اسانتیاوې نه لري."
د ده په خبره، له بده مرغه دغلته د پوهنې بهیر هغسې نه دی چې موږ یې غواړو او خلک هم ورڅخه راضي نه دي.
نوموړي دا د جګړې پایله وګڼله چې هم يې فساد زېږولی او هم یې ستونزې ټوکولې دي.
خو ده وویل، په کندهار کې د پوهنې د بهیر د ښه کېدو په موخه یې د خپل څو ورځني سفر په ترڅ کې له چارواکو، مدني فعالانو او خلکو سره لیدلي او له هغوی یې د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
دی وايي، له شک پرته چې ښېګڼې هم شته چې د تقویه کولو لپاره یې کار کوي او ستونزې هم شته چې د حل اراده یې لري.
شینواري وویل، دوی هم داسې معلومات تر لاسه کړي چې په ځینو ولسوالیو کې ښوونځي نشته خو معاشونه یې اخیستل کېږي.
د ده په خبره، په دې اړه هم څېړنه کوي او د حقیقت د روښانه کولو په موخه به له بېلابېلو میکانیزمونو کار اخلي.
د کتابونو د کمښت په اړه نوموړي وویل چې یوازې د اووم، اتم او نهم ټولګیو کتابونه کم دي خو د نورو ټولګیو لپاره یې کتابونه یې څو اوونۍ مخکې کندهار ته را رسولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن