کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٦): په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې پلاوي دفتر (NRC) د هېواد پر امنيتي وضعيت د اندېښنې تر څنګ ويلي چې د افغانستان شاوخوا نيمه خاوره د دولت تر حاکميت لاندې نه ده.
په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې پلاوي دفتر (NRC) له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان امنيتي وضعيت د خرابېدو په حال کې دى او افغان حکومت د افغانستان پر شاوخوا نيمې خاورې حاکميت نه لري.
سرچينې زياته کړې، ٢٠١٦ زېږديز کال کې شاوخوا ٦٠٠زره افغانان د کورنيو جګړو له امله بېځايه شوي چې دغه شمېر په هېواد کې د بېځايه شوو کسانو شمېر له ٧،١ ميليونه کسانو لوړوي او دغه راز کېداى شي په روان کال کې هم د بېځايه شوو شمېر زيات شي.
په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې پلاوي دفتر مشر کيت اورورک وايي، اوسمهال سلګونه کورنۍ په کندوز کې د وسله والو نښتو له امله د تېښتې په حال کې دي، يو شمېر کورنيو نورو سيمو او د خپلوانو کورونو ته پناه وړې او يو شمېر يې لا تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.
د هغه په وينا، د جګړې ټولې خواوې بايد نړيوال بشردوستانه حقوق رعايت کړي او د ملکيانو له مرګ ژوبلې ډډه وکړي او دغه راز دوى امنه سيمو ته د کډه کېدو لپاره پرېږدي.
نوموړي زياته کړه: "موږ دغه راز د جګړې له ټولو خواو غواړو، چې اړينو کسانو ته د بشردوستانه مرستې رسولو لپاره زمينه برابره کړي."
خو د ولسمشر مرستيال وياند د يادې اعلاميې د خپرولو په غبرګون کې ويلي، دا ډول څرګندونې چې ګني د افغانستان نيمه خاوره د دولت په واک کې نه ده؛ بې بنسټه دي.
د هغه په وينا، تېر کال د افغانستان شپږ قول اردوګانې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې وجنګېدې، چې په پايله کې يې وسله والو مخالفينو په هيڅ کومه سيمه کې پرمختګ ونه کړى شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن