کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٦): د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز وايي، وسله وال مخالفين د ملي سولې اراده نه لري؛ د دوى يوازېنۍ موخه د هېواد ورانول او ويجاړول دي.
د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز ډګر جنرال محمد شريف يفتلي نن د کابل په پوځي مرکز کې د سرتېرو او بريدملانو د فراغت په مراسمو کې وويل، د افغانانو دښمنان يا بايد سوله وکړي او يا دې هم د هېواد د امنيتي ځواکونو پر وړاندې خپله ماته ومني.
د ملي دفاع وزارت ياد لوړپوړي چارواکي وويل: "د افغان دولت مخالفين د سراسري سولې د ټينګښت لپاره اراده نه لري."
يفتلي زياته کړه: "د افغانستان دښمنان د هېواد له بربادۍ او ورانولو پرته بل نيت نه لري، خو د افغانستان ملي پوځ د دغه ملت د ټولو وروڼو او برابرو قومونو ګډ دسترخوان دى چې په ټول هېواد کې د سراسري سولې او امنيت ټينګښت اراده لري او په خپل ټول وس سره به د وسله والو مخالفينو پر وړاندې مبارزه وکړي.
نوموړي د هېواد نوو فارغ شوو سرتېرو او افسرانو ته په خطاب کې وويل: "ستاسو د هر يوه ستونزې په پام کې لرو او ډېر ژر به يې له خپل وس سره برابرې حل کړو."
د کابل د پوځي ښوونيز مرکز عمومي قوماندان بريد جنرال لعل جان زهير وويل، نن شاوخوا ١٢٢٦ سرتېرو او بريد ملانو له ٩ او ١٣ اوونيو روزنيزې دورې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
زهير زياته کړه، دغه مرکز پر کميت سربېره کيفيت ته هم لومړيتوب ورکوي چې د نوو سرتېرو او بريدملانو سربېره د قول اردوګانو منسوبين هم د پوځي مسلکونو د زده کړې او روزنې لپاره ياد مرکز ته رالېږل کېږي، څو له دې لارې ډېرې وړتياوې ترلاسه کړي.
يوه نوي فارغ شوي سرتېري محمد رامين پژواک خبري اژانس ته وويل: "غواړم د پوځي يونيفورم په اغوستو سره له خپل وطنه دفاع وکړم او وکولى شم چې له دې لارې خپلو ځورېدلو خلک ته د خدمت مصدر وګرځم."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن