ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینو خبريالانو او د حکومت وياندويانو ته عالي دولتي مډالونه ورکړل شول

ځینو خبريالانو او د حکومت وياندويانو ته عالي دولتي مډالونه ورکړل شول

author avatar
7 May 2017 - 13:32
ځینو خبريالانو او د حکومت وياندويانو ته عالي دولتي مډالونه ورکړل شول
author avatar
7 May 2017 - 13:32

کابل (پژواک، ١٧غويى ٩٦): د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د مطبوعاتو نړيوالې ورځې په مناسب د پژواک خبري اژانس د خبريال په ګډون ٢٥ خبريالانو او د حکومت وياندويانو ته عالي دولتي مډالونه ورکړل شول.

تېره شپه په دې اړه په ارګ کې غونډه جوړه شوه چې يو شمېر دولتي چارواکو، د رسنيزو بنسټونو مشرانو، خبريالانو او  د دولتي ادارو وياندويانو په کې ګډون کړى و.

په دې مراسمو کې د خبريالانو د ستاينې په موخه د خبريالانو د ستاينې حکم ولوستل شو چې په کې د غوره خدمتونو کولو په پار ٢٥ خبريالانو او د حکومت وياندويانو ته د مير مسجدي خان، ميربچه خان او ميوند اتلې ملالۍ دولتي مډالونه ورکړل شول.

د حکومت د وياندويانو له ډلې د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري، د حکومت د رسنيو مرکز مشر صديق صديقي، د ملي امنيت وياند حسيب صديقي، د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني، د کليو پراختيا وزارت وياند اکبر رستمي، د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي، د ولسمشر د وياند دفتر غړي حامد سوزان، د ماليې وزارت وياند محمد اجمل عبدالرحيمزي او د سيمه ييزو ارګانونو ادارې وياندې منيرې يوسفزاده ته مډالونه ورکړل شول.

همدارنګه فيصل ځلاند، حسيبه اتک پال، انيسه شهيد، مريم سما، ناجيه صافۍ، صبور سدوزى، عصمت الله سروش، حسن خطاب، سجاد محمدى، سيدعبدالله نظامى، نورالعين، نصرت پارسا، رووف اجمل، فواد ناصري او نثار احمد خلوتګر هغه خبريالان وو چې مډالونه ورکړل شول.

د ويلو ده چې ګڼو نورو خبريالانو ته هم ستاينليکونه ورکړل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې(مې ٣مه) په مناسب هم د پژواک خبري اژانس ګڼ خبريالان وستايل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.