ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې ۲۰ شکمن وسله وال نیول شوي

کاپیسا کې ۲۰ شکمن وسله وال نیول شوي

author avatar
8 May 2017 - 12:26
کاپیسا کې ۲۰ شکمن وسله وال نیول شوي
author avatar
8 May 2017 - 12:26

محمودراقي (پژواک، ١٨ غويى ٩٦): د کاپيسا امنيه قومانداني وايي، هغه ٢٠ کسيزه ډله يې نيولې ده چې له سروبي راغلې وه او د کاپيسا له لارې شمالي ولايتونو ته تله.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان پرون ناوخته په اول کوهستان ولسوالۍ کې د پوليسو له خو نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، یادو کسانو غوښتل په يو هېنو موټر کې د سالنګ له لارې شمالي ولايتونو ته ولاړ شي چې د يادې ولسوالۍ د شرکت په سيمه کې  نيول شوي او اوسمهال تر پلټنو لاندې دي.

د يوسفزي په وينا، لومړني معلومات ښيي چې دوی شمال ته د وسله والو له  ليکو  سره د يو ځاى کېدو په موخه تلل، خو په دې اړه به نورې څېړنې هم کېـږي.

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ولايت د مرکز اړوند په شوخي سيمه کې دوه تنه له وسلو او بمونو سره يو ځای نيولي دي.

د يادونې ده، تېر کال هم په پروان او کاپيسا کې نږدې پنځوس تنه  په همدې تور نيول شوي وو، خو تر څېړنو وروسته بېرته خوشي شول.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.