فراه (پژواک، ۱۸ ثور ۹۶): په فراه ولايت کې ٢٠٨ زره له پنځو کلونو د ټيټ عمر لرونکو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکولو درې ورځنی کمپاين پيل شو.
دغه لړۍ نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ولايتي چارواکو تر څنګ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف) او د روغتيا نړيوال سازمان استازو هم په کې برخه لرله، د دغه ولايت له مرکز څخه پيل شوه.
د فراه د والي مرستيال محمد يونس رسولي او د ولايتي شورا غړي ګل احمد فقيري په دغو مراسمو کې د وينا پر مهال د یاد ولايت پر ديني عالمانو، قومي مشرانو او د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د دغه کمپاين د بريالي ترسره کېدو په موخه د کمپاين له کارکوونکو سره مرسته وکړي.
په فراه کې ياد کمپاين په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسين د هغه پسرلني کمپاين برخه ده چې د روان کال د وري په ٧مه پيل شوى دى.
د فراه د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، په فراه کې په ٢٠١٥ ميلادي کال کې د ګوزڼ يوه پېښه ثبت شوې او تر هغه وروسته هلته د دې ناروغۍ پېښه نه ده ثبت شوې.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په ٢٠١٥ کال کې ٢٠، په ٢٠١٦ کال کې ١٣ او روان کال تر اوسه درې د ګوزڼ پېښې ثبت شوې چې يوه يې په کندهار، بله هلمند او درېيمه هم کندوز کې ده.
سرچينه زياتوي چې د نړۍ په کچه افغانستان، پاکستان او نايجريا هغه درې هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ ناروغي په کې شتون لري، خو افغانستان اوس په بشپړ ډول د دې ناروغۍ له منځه وړو ته نږدې شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن