ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: سرپل کې د دوه هليکوپټرونو د ناستې په اړه بايد جدي څېړنه وشي

والي: سرپل کې د دوه هليکوپټرونو د ناستې په اړه بايد جدي څېړنه وشي

author avatar
9 May 2017 - 20:30
والي: سرپل کې د دوه هليکوپټرونو د ناستې په اړه بايد جدي څېړنه وشي
author avatar
9 May 2017 - 20:30

سرپل (پژواک١٩ غويى ٩٦): د سرپل والي، د امنيتي سرچينو په قول، ياد ولايت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمه کې د دوه بهرنيو هليکوپټرونو ناسته تاييدوي او له مرکزي حکومت غواړي، څو ياده پېښه په جدي توګه وڅېړي.

د ياد ولايت د ولايتي شورا غړو په ګډون ځينو سيمه ييزو سرچينو له دې وړاندې پژواک ته ويلي و، چې د روانې مياشتې په ١٣ مه نېټه د سرپل د صياد ولسوالۍ په پشت باغ سيمه کې د بهرنيو ځواکونو دوه هليکوپټرونو د بهرنيو ځواکونو په پخوانۍ اډه کې، چې اوسمهال د طالبانو تر ولکې لاندې ده، ناسته کړې ده، خو والي هغه مهال د ياد خبر د تاييد او رد په اړه څه نه و ويلي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت، چې نن د يادې موضوع د څېړنې په موخه په صياد ولسوالۍ کې د جګړۍ لومړۍ ليکې ته تللى و؛ پژواک ته وويل چې د جګړې سرتېري او په سرپل کې د ملي پوځ قوماندان دغه پېښه مني.

نوموړي په دغه سيمه کې د ملي پوځ د مسوولينو او سرتېرو په خبره وويل، تر اوسمه معلومه نه ده، چې دغه هليکوپټرونه به په کوم هېواد پورې تړلي وو.

والي په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: "دا موضوع موږ ته هم د اندېښنې وړ ده، چې طالبان څرنګه پوځي امکاناتو ته لاسرسى مومي، پر دې سربېره چې د هېواد امنيتي ځواکونو ته هم د هوا او ځمکې له لارې امکانات چمتو کېږي؛ کله ناکله له ستونزو سره مخ کېږي، خو طالبانو ته بيا ښه ډېر امکانات چمتو کېږي. موږ هم په دې اړه شکمن يو چې دا ټول امکانات له کومه کېږي."

د سرپل د ولايتي شورا يوه غړي اسدالله خرم هم په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ګواښ وکړ، که چېرې حکومت په دې اړه د سرپل خلکو ته سپيناوى ورنکړي؛ پر حکومت به د خلکو بې باوري لاپسې زياته شي او دې ته به اړه شي، څو په خپله د عمل ډګر ته راودانګي.

د سرپل د ولايتي شورا يوه بل غړي محمد علي حکيمي وويل: "مرکزي دولت يا هيڅ واک نه لري، يا دا چې خپله دولت هم په جرم کې شريک دى."

هغه زياته کړه، ياده موضوع که چېرې حقيقت ولري؛ د خلکو او حکومت ترمنځ به واټن لاپسې زيات شي او وسله وال مخالفين به لا ډېره روحيه ترلاسه کړي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندانۍ، چې د هېواد هوايي حريم يې په کنټرول کې دى؛ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.