ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: طالبانو او داعش ته د ماتې ورکولو لپاره ګټونکې ستراتيژي جوړوو

امريکا: طالبانو او داعش ته د ماتې ورکولو لپاره ګټونکې ستراتيژي جوړوو

author avatar
9 May 2017 - 11:42
امريکا: طالبانو او داعش ته د ماتې ورکولو لپاره ګټونکې ستراتيژي جوړوو
author avatar
9 May 2017 - 11:42

واشنګټن (پژواک، ١٩ غويى ٩٦): سپينه ماڼۍ وايي چې په افغانستان کې طالبانو او داعش وسله والو ډلو ته ماتې ورکول، د امريکا مهمې موخې دي.

دغه څرګندونې د سپينې ماڼۍ وياند سين سپايسر پرون په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې په افغانستان کې طالبانو او داعش وسله والو ډلو ته د ماتې ورکولو لپاره يوه ګټونکې ستراتيژي جوړه کړي.

د نوموړي په وينا، دغه کار د امريکا د ملي ګټو لپاره کوي؛ څو خپل ولس له دغو ډلو څخه خوندي وساتي.

هغه ويلي چې د امريکا پوځي مشران او د ملي امنيت ټېم له ولسمشر سره د افغانستان د ستراتيژۍ په اړه خپلو مشورو ته ادامه ورکوي.

د سپينې ماڼۍ وياند زياته کړې: ((ولسمشر ټرمپ غواړي چې يادو ډلو ته ماتې ورکول يقيني کړي، د همدې لپاره يې پوځي جنرالانو، د ملي امنيت ټېم او نورو سلاکارانو ته دنده سپارلې چې يو غوره پلان جوړ کړي.))

بلخوا ځينو امريکايي سرچينو ويلي، په نوې ستراتيژۍ کې ولسمشر ټرمپ غواړي چې افغانستان ته د د داعش ځپلو لپاره نور سرتېري ولېږي او له افغانستان سره پوځي مرستې زياتې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.