فيض اباد(پژواک، ١٩ غويى ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د بدخشان ولايت اشکاشم ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو عملياتو په ترڅ کې څه ناڅه څلور کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شول.
د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال جلال يفتلي چې دمګړۍ د اشکاشم ولسوالۍ په سرخ درې کلي کې د جګړۍ لومړۍ کرښه کې دى، وويل چې تېره شپه اشکاشم ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په مورچو عمليات پيل شوي چې په پايله کې يې څلور کلي پاک شول.
هغه زياته کړه: "د دغو علمياتو په ترڅ کې د دښمن شپاړس ميله دهشکې له منځه وړل شوې او د دښمن غرنۍ پوستې په بشپړ ډول ويجاړې شوې دي او په دغو عملياتو کې وتوانېدو چې د زېباک ولسوالۍ په لور اووه کيلومتره پرمختګ وکړو."
نوموړي زياته کړه چې امنيتي ځواکونه دا مهال د اشکاشم ولسوالۍ په سرخ دره کلي کې خپل سنګرونه ټينګوي.
د يفتلي په وينا: "د امنيتي ځواکونو د تېرې شپې عملياتو پر مهال اته وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى."
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان زيباک ولسوالۍ د جمعې په ورځ د طالبانو لاس ته ولوېده؛ خو د سيمه ييزو چارواکو په خبره، د ورښتونو او ناسمې هوا له امله د دې ولسوالۍ بېرته نيولو لپاره چاڼيز عمليات له ستونزو سره مخ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن