ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له فساد سره  مبارزه  کې بايد سليقوي، قومي او ټېمي چلند ونه شي”

“له فساد سره مبارزه کې بايد سليقوي، قومي او ټېمي چلند ونه شي”

author avatar
9 May 2017 - 17:11
“له فساد سره  مبارزه  کې بايد سليقوي، قومي او ټېمي چلند ونه شي”
author avatar
9 May 2017 - 17:11

کابل (پژواک، ١٩ غويى ٩٦): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو، د مفسدو وزارتونو په اړه د ولسمشر غني د وروستيو څرګندونو نيوکه کړې او وايي چې له مبارزې سره د فساد په برخه کې بايد سليقوي، قومي او ګوندي چلند ونه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون کابل کې د اروپايي ټولنې په دريمه ناسته کې وويل، افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ډېر کارونه شوي، خو بيا هم د هېواد په کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو او ځينو نورو بنسټونو کې فساد شتون لري.

ولسمشر غني په هېواد کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځيني بنسټونه د فساد عاملين وګڼل او زياته يې کړه چې د کورنيو چارو وزارت د "فساد زړه" دى او په بهرنيو چارو وزارت کې ټولې ګومارنې د قوميت پر بنسټ ترسره کېږي.

مشرانو جرګه کې د بدخشان استازې ګلالۍ اکبري نن د يادې جرګې په ناسته کې د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره وويل: "فساد په کومه اداره کې نشته، لومړى يې بايد په ټولو ادارو کې فساد له منځه وړى وى؛ له هغه وروسته دې اعلان کړى وى، دا ډول څرګندونې قومي خبرو اترو ته لمن وهل دي."

 د مشرانو جرګې يادې غړې فساد د افغانانو لپاره يوه خطرناکه ناروغي وبلله او ويې ويل، چې يوه اداره بايد د سليقوي، شخصي او ټيمي کړنو له امله بدنامه نه شي.

د يادې جرګې بل غړي محمد نادر بلوچ هم يادې موضوع ته په اشارې کولو سره وويل: "د ملي يووالي حکومت مشران په خپله د فساد عاملين دي؛ څه يې چې له خلکو سره ژمنه کړي، هيڅ عمل يې نه دى پرې کړى؛ که چېرې ځان پالنې او قوم پالنې ته دوام ورکړي، حکومت به له سقوط سره مخ شي."

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار هم ولسمشر د يادو دوو وزارتونو په اړه پر سليقوي چلند تورن کړ او ويې ويل: "فساد په ټولو ادارو کې شته دى."

د مشرانو جرګې ياد لوړپوړي مسوول د خپلو خبرو په دوام کې وويل، له بده مرغه هېواد کې قومي، ټيمي او سمتي اختلافونه زيات شوي او په ډېرو ادارو کې ډېرى کسان د معاملې له مخې پر دندو ګومارل کېږي.

هغه د حکومت له مشرتابه غوښتنه وکړه، څو د هېواد حساسو شرايطو ته په پام سره له پرېکړې کولو وړاندې بايد فکر وکړي، ځکه اوسمهال خلک د نا امنۍ، بې روزګارۍ او بې وزلۍ له امله ځوريږي او خلک د تاوتريخوالي قرباني شوي.

د يادې جرګې نايب منشي فيصل سميع هم د ولسمشر پر پرونيو څرګندونو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د ولسمشر له لوري د هېواد پر کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو نيوکې د خلکو او هېواد په ګټه نه دي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې فساد په ټولو ادارو کې موجود دى، زياته کړه چې له داسې خبرو کولو بايد ډډه وشي چې په هېواد کې ملي ګټو ته زيان اړوي.

د يادې جرګې بل غړي داود غفاري هم وويل: "دا ډول څرګندونې قومي او سمتي بوى لري چې دا کار په اوسنيو شرايطو کې زموږ پر ګټه نه دى."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.