فراه (پژواک، ۱۹ غويى ۹۶): چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په فراه ولايت کې د پوليسو يو ساتمن وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر د غويي په ١٩مه پژواک خبری اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر مازديګر د شېبکوه ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې نا پېژاندو وسله والو د محمد په نوم د پوليسو يو ساتمن په غلچکي بريد کې وژلى او وروسته تښتېدلي دي.
د باهر په وينا، پوليسو په دې تړاو پلټنې پيل کړې، خو څوک يې تر اوسه نه دی نيولي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې د دغه ولايت د استيناف محکمې يو کارکوونکى په فراه ښار کې وژل شوى و.
په دې وروستيو کې په فراه ولايت کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت ويلي چې په زابل ولايت کې د پوليسو د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او شپـږ نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې، دغه عمليات د زابل په مرکز کلات ښار کې ترسره شوي وو او امنيتي سرتېرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن