ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د کرکټ لوبغالي او اکاډمۍ جوړولو په موخه لاريون وشو

کونړ کې د کرکټ لوبغالي او اکاډمۍ جوړولو په موخه لاريون وشو

author avatar
9 May 2017 - 17:24
کونړ کې د کرکټ لوبغالي او اکاډمۍ جوړولو په موخه لاريون وشو
author avatar
9 May 2017 - 17:24

اسعد اباد (پژواک، ١٩ غويى ٩٦) : په کونړ ولايت کې د کرکـټ لسګونو لوبغاړو او مينه والو د لوبغالي نه جوړولو په غبرګون کې لاريون وکړ.

په کونړ ولايت کې د کرکټ ادارې پخوانى مسوول انجنير لياقت حسرت چې ددې لاريون مشري يې کوله، د غويي په ١٩مه، پژواک خبر ي اژانس ته وويل، په دې لاريون کې د ولايت له مرکز او يو شمېر ولسواليو څخه راغليو لوبغاړو او مينه والو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، تېر کال د کرکټ بورډ لخـــوا د کونړ ولايت د لوبغالي لپاره د ١٦٠ زره امريکايي ډالرو ژمنه شوې وه، چې په ٢٠١٧ زېږديز کال کې به يې چارې پيلوي.

خو حسرت وايي، دا دى ٢٠١٧ زېږديز کال نيمايي ته ورسېد، خو تر اوسه نه د لوبغالي د جوړېدو چارې پيل شوې او نه هم د کرکټ د اکاډمۍ.

نوموړي ادعا وکړه چې د کرکـټ بورډ ادارې مشرتابه کونړ ولايت لپاره ځانګړې شوې پيسې بل ولايت ته ورکړي او له کونړ سره د مور ميرې سلوک کېږي.

هغه وايي، په کونړ کې د کرکټ لوبې ښه استعدادونه شته، خو د کرکټ مرکزي اداره د مخکې تګ چانسونه  نه ورکوي.

لاريون کوونکو ګواښ وکړ چې که غوښتنې يې ونه منل شوې؛ نو لاريونونو ته  به ادامه ورکوي.

بلخوا په کونړ کې د کرکټ بورډ ادارې مسوول صبغت الله بيا د لاريون کوونکو ادعاوې بې بنسټه بولي .

هغه زياته کړه چې تېر کال د کونړ لوبغالي لپاره ٩٠ زره امريکايي ډالر بوديجه منظوره شوې وه، چې اوس ٢٥٠ زرو ډالرو ته لوړه شوې ده.

صبغت الله وويل، پر يادو پيسو به په همدې کال کې د کونړ کرکټ لوبغالى او اکاډمي دواړه جوړ شي او لوبغاړو ته به د لوبې معياري لوبغالى په واک کې ورکړل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.