ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د کوکنارو د کښت کچه دوه برابره لوړه شوې

بغلان کې د کوکنارو د کښت کچه دوه برابره لوړه شوې

author avatar
10 May 2017 - 18:59
بغلان کې د کوکنارو د کښت کچه دوه برابره لوړه شوې
author avatar
10 May 2017 - 18:59

 پلخمري (پژواک، ٢٠ غويى ٩٦): د بغلان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې په ياد ولايت کې نا امني د کوکنارو د دوه برابره کښت لامل شوې ده.

 د بغلان ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس فضل الحق اندرابي، په ياد ولايت کې د کوکنارو د کښت کچې د زياتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وايي، چې سږ کال د بغلان په پنځو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړوالى ښيي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل: "په تېرو کلونو کې د اندرابونو په درې ګونو ولسواليو (بنو، ده صلاح او پل حصار)  او تاله و برفک او برکه ولسواليو کې د کوکنارو د کښت کچه د پام وړ ټيټه شوې وه او يوازې له دوه سوه تر درې سوه هکتاره ځمکې کوکنار کرل کېدل، خو سږکال بزګرانو په يادو پنځو ولسواليو کې پر ٨٠٠ هکتاره ځمکې کوکنار کرلي دي."

د ياد ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس زياته کړه، د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو لپاره يوازې پنځلس ورځې پاتې دي،که چېرې امنيتي ځواکونه ياده موده کې د کوکنارو کښتونه له منځه يوسي، قاچاق وړونکو ته به سخت زيان واوړي؛ له هغه پرته به قاچاق وړونکي د کوکنارو حاصلات راټول کړي.

 خو نوموړي وويل، په ياد ولايت کې د نا امنۍ زياتېدو او د پوره امنيتي ځواکونو د نه شتون له امله دوى په تېرو دوه کلونو کې د کوکنارو د کښت پر له منځه وړلو نه دي بريالي شوي.

د بغلان والي عبدالحى نعمتي هم په ياد ولايت کې د کوکنارو له زياتېدو د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، په ياد ولايت کې وروستۍ نا امنۍ د دې لامل شوې، څو په دغه برخه کې امنيتي ځواکونه پوره ګام پورته نه کړل شي.

هغه څرګنده کړه، بغلان ولايت کې د کوکنار د کښتونو له منځه وړلو لپاره مرستندويه ځواکونو ته اړتيا ده او مرکزي حکومت بايد ياد ولايت لاډېر امنيتي ځواکونو ورولېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.