د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د برېښنايي پېژندپاڼو بستونو لپاره د ازموينې پايلې اعلان شوې

د برېښنايي پېژندپاڼو بستونو لپاره د ازموينې پايلې اعلان شوې

May 10, 2017 - 21:23

کابل (پژواک ٢٠ غويى ٩٦): د برېښنايي پېژندپاڼو ملي پروګرام بستونو لپاره د ٦٥٠٠ ګډونوالو د تحريري ازموينې   پايلې اعلان شوې، چې له مخې يې ٤٩٠ تنو تر نورو ډېرې نومرې ترلاسه کړې دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ازموينه د غويي په ١٥مه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون له لوري د اړوندو دولتي ادارو په مرسته او د بېلابېلو دولتي او غير دولتي بنسټونو تر څارنې لاندې کابل کې ترسره شوه.

د ازموينې د پايلو په اړه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون خپور شوى جدول چې پژواک خبري اژانس ته رسېدلى، ښيي چې له يادو کسانو څخه شاوخوا نيمايي يې د پنځو ولايتونو اوسېدونکي دي.

د جدول له مخې، له يادو نږدې ٤٩٠ کسانو څخه په ترتيب تر ټولو ډېر د کابل، غزني، ميدان وردګو، بدخشان او باميانو ولايتونو او تر ټولو لږ (يو، يو تن) د کندهار، فراه، پکتيکا او بادغيس ولايتونو اوسېدونکي دي.

په جدول کې د ازموينې اعلان شوې پايلې څرګندوي چې له زابل، نيمروز او نورستان ولايتونو څخه په ياد نوملړ کې څوک نشته.

دغه راز په ياد نوملړ کې له شاملو هرو لسو تنو څخه ٩ تنه نارينه دي او يوه ښځه ده.

 دغه راز ياد شوى جدول ښيي چې له هرو ٧٠  تنو څخه ٦٩ تنه د ليسانس او يو تن د ماسترۍ په کچه زده کړې لري.

له يادو ٤٩٠ کسانو څخه ٤٨٢ تنه د ليسانس او ٧ تنه د ماسترۍ په کچه زده کړې لري. په جدول کې د يو تن د زده کړو کچه نه ده په ګوته شوې.

 د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون مشر نادر نادري، پژواک خبري اژانس ته وويل، ټول ٣٧١ تنو چې د ماسترۍ په کچه زده کړې لري، نوم ليکنه کړې وه، خو د پايلو جدول ښيي چې له دې کسانو څخه ٤٢ تنه بې پايلې شوي او ٣٨ نور ريزرف کسان دي.

د يادونې وړ ده، ټول ريزرف ٢٢٢٧ تنه هغه کسان دي، چې له ١٨٠ زياتې نومرې يې ترلاسه کړي او په راتلونکو احتمالي او مشابهو ګومارنو کې به پرته له تحريري ازموينې څخه لومړيتوب ورکړل شي.

د ياد کميسيون د معلوماتو له مخې به له يادو ٤٩٠ کسانو څخه په نږدې راتلونکي کې تقريري ازموينه واخيستل شي او وروسته به کامياب کسان پر دندو وګومارل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يادې ازموينه کې له کابل ولايت څخه ستارې د ٢٥٣ نومرو په اخيستو لومړى مقام، له ميدان وردګو ولايت څخه محمد اصف د ٢٤٣ نومرو په اخيستو دوهم مقام او له غزني څخه صفي الله د ٢٤١ نومرو په اخيستو درېيم مقام ګټلى دى.

ياد شوى کميسيون وايي، د دې پروسې په اړه د شکايت کولو لپاره د غويي مياشتې تر ٢٣مې نېټې (شنبې ورځ) پورې وخت شته.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون مشر وايي، يادو شويو پوستونو ته ٢٥٨٤٠ تنو نوم ليکنه کړې وه چې له دې ډلې څخه ١٤٠٠٠ کسانو د نوم ليکنې شرطونه چې د ليسانس او تر هغه لوړې زده کړې او دوه کلنه کاري تجربه وه، پوره کړي وو. تردې وروسته ٦٥٠٠ کسانو په ازموينه کې ګډون وکړ.

ده زياته کړه، په ازموينه کې چې له بايومتريک تخنيک څخه په کې استفاده شوې، ٣٠ سلنه پوښتنې د انګليسي، ٤٠ سلنه تخنيکي او ٣٠ سلنه عمومي معلومات و.

نادري وايي، د ٣٢ نورو لوړو پوستونو لپاره بله ازموينه اخيستل کېږي، چې د ازموينې پاڼې به په پښتو او دري دواړو ژبو وي.

د تېرې ازموينې پاڼې يواځې په دري ژبه ليکل شوې وې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement