ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: شمال ته راتلونکي مساپر د قومي او سمتي توطيې له مخې نه ځورول کېږي

مدني فعالان: شمال ته راتلونکي مساپر د قومي او سمتي توطيې له مخې نه ځورول کېږي

author avatar
13 May 2017 - 17:37
مدني فعالان: شمال ته راتلونکي مساپر د قومي او سمتي توطيې له مخې نه ځورول کېږي
author avatar
13 May 2017 - 17:37

مزارشريف (پژواک ۲۳ غويى ۹۶): مدني فعالان وايي،د هېواد له نورو ولايتونو شمال ته راتلونکي مساپر د قومي او سمتي جوړې شوې توطيې له مخې نه ځورول کېږي، بلکې د کابل - مزار پر لويه لاره د امنيتي کمربندونو د نامسلکي چلند له امله دغه پېښې تکرارېږي.

پژواک خبري اژانس سره داسې خلک غږېدلي چې په مزارشريف کمربند کې پوليسو ته د څو زره افغانيو رشوت ورکولو وروسته ښار ته پرې ښودل شوي دي.

له تېرو څو ورځو د هېواد له نورو ولايتونو ډله ډله خلک له سالنګه د مزدورۍ لپاره شمال ته راځي.

دوی د کوکنارو د نېش وهلو لپاره راځي چې د اسلام له نظره او د افغانستان د اساسي قانون له مخې يې کر، قاچاق او کارول ناروا او جرم ګڼل شوي دي.

 په شمال زون کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کر څلورو برابره ډېر شوی چې بلخ ولايت يې د کر له مهمو سيمو ګڼل کېږي.

په مزارشريف کې د "خط نو" په نامه د ټولنيز بنسټ د خپرې شوې څېړنې پر بنسټ، سږکال د دغه ولايت په هغو سيمو کې هم کوکنار کرل شوي چې بشپړ امن دي.

اسدالله تېره ورځ له خپلو اتلسو نورو ملګرو سره د مزارشريف ښار کمربند ته رسېږي، دی او ملګري يې د بلخ خلکو راغوښتي چې د کوکنار په نېش وهلو کې ورسره مزدوري وکړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، له کابله د پنجشېر پر لاره په قاچاق توګه په درې ټکسي موټروکې راواوښتل چې د همدې ولايت  په يوه برخه کې امنيتي ځواکونو ترې پيسې واخيستې او بيا يې د وړاندې تګ اجازه ورکړه.

د هغه په وينا، په سمنګان ولايت کې هم د ملي امنيت منسوبينو ودرول، د تذکرو پوښتنه يې ځينې وکړه او له کتو وروسته يې ورته اجازه ورکړه.

ده د مزارشريف ښار کمربند له پوليسو هم شکايت وکړ چې درې واړه سراچه موټر يې  ودرول او د وړاندې تګ اجازه يې ورنه کړه.

اسدالله وويل، وروسته له هغه يې پرېښودل چې د ټولو کسانو پر سر يې ورته څلور زره افغانۍ ورکړې، نو بيا يې ښار ته د ننوتلو اجازه تر لاسه کړه.

نوموړي زياته کړه: ((چې کله د مزار کمربند ته ورسېدو، د تذکرو پوښتنه يې راځنې وکړه، ورته مو وښودلې چې د کندهار او هلمند يو، ويل يې نه شئ تللى، تاسې ته اجازه نشته، موږ ويل وروره ولې؟ ويل يې نه شئ تللی، خو چې کله مو څلوره زره افغانۍ ورکړې، نو بيا يې نه د تذکرې پوښتنه وکړه او نه يې کومه بله خبره.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.