قلعه نو (پژواک، ٢٣ غويى ٩٦): د بادغيس ولايت په مرکز کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د بادغيس د ولايتي شورا مشر مولوي عبدالباسط پژواک خبري اژنس ته وويل، دغه مرګ ژوبله نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې د بادغيس د مرکز اړوند په ملمنګي سيمه کې په هغې نښته کې واوښته چې پر دوو امنيتي پوستو د طالبانو تر بريد وروسته رامنځته شوه.
د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالحليم هم د مولوي عبدالباسط څرګندونې تاييد کړې، خو ويې ويل چې په دې نښته کې يو ملکي وګړى هم ټپي شوى دى.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه چارواکي هم په ياده نښته کې د څلورو طالبانو وژل کېدل او د دوو نورو ټپي کېدل تاييد کړل، خو ويې ويل چې په دې نښته کې ملکي وګړى نه دى ټپي شوى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن