کندهار (پژواک، ۲۳ غويی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې هغه راپور چې نوموړی یې د بندیانو پر ربړولو تورن کړی، يو اړخیز بولي او وايي دغه راپور د پردیو استخباراتو په خوله جوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې دغه راپور تېره ورځ خپور شو.
د یادې ادارې رييس جينز موډویګ ویلي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د کندهار امنیه قوماندان د بندیانو په ربړونه او شکنجه کې لاس لري.
د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د راپور له مخې، دغه اداره د هغو ادعاوو په اړه اندېښمنه ده چې وايي په کندهار کې پولیس له زندانیانو سره زور زیاتی کوي.
په دې برخه کې بندیانو ته د برېښنا شاټونو ورکولو، زندۍ کولو، پر خصیو د فشار راوستلو، پر بندیانو د اوبو پر زور څښلو، په یوه کسیزه خونه کې د بندیانو ساتلو، او له قضايي اجرااتو پرته په نښتو کې د وسله والو د وژلو یادونه شوې ده.
يادې ادارې غوښتنه کړې چې د یادو ادعاوو په اړه دې بې پرې پلټنې وشي.
خو د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د غويي په ۲۳مه په یوه خبري غونډه کې دغه راپور رد کړ او له حقیقته لرې یې وګاڼه.
هغه وويل، د ملګرو ملتونو له خوا د ده په اړه خپور شوی رپوټ یو طرفه او د بهرنیو استخباراتو په خوله جوړ شوی دی.
ده زیاته کړه، دغسې له حقیقت څخه لرې راپورونه خپرول د ملګرو ملتونو بې پرېتوب او استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي.
دی وايي، پردي استخبارات په ځانګړې توګه ای اېس ای د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په اداره کې نفوذ لري.
د ده په خبره، که اړتیا پېښه شي، په دې اړه به ټول شواهد ولسمشر ته وړاندې کړي او هر ډول محکمې ته حاضر دی.
د ده د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد ادارې له خوا خپور شوی راپور د افغانستان د بشري حقونو د ادارې د معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی، چېرې چې پردیو استخباراتو نفوذ کړی او کارکوونکي یې د سمتي تعصب له مخې چلند کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن