د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني فعالان: شمال ته راتلونکي مساپر د قومي او سمتي توطيې له مخې نه ځورول کېږي

مدني فعالان: شمال ته راتلونکي مساپر د قومي او سمتي توطيې له مخې نه ځورول کېږي

May 13, 2017 - 17:37

مزارشريف (پژواک ۲۳ غويى ۹۶): مدني فعالان وايي،د هېواد له نورو ولايتونو شمال ته راتلونکي مساپر د قومي او سمتي جوړې شوې توطيې له مخې نه ځورول کېږي، بلکې د کابل - مزار پر لويه لاره د امنيتي کمربندونو د نامسلکي چلند له امله دغه پېښې تکرارېږي.

پژواک خبري اژانس سره داسې خلک غږېدلي چې په مزارشريف کمربند کې پوليسو ته د څو زره افغانيو رشوت ورکولو وروسته ښار ته پرې ښودل شوي دي.

له تېرو څو ورځو د هېواد له نورو ولايتونو ډله ډله خلک له سالنګه د مزدورۍ لپاره شمال ته راځي.

دوی د کوکنارو د نېش وهلو لپاره راځي چې د اسلام له نظره او د افغانستان د اساسي قانون له مخې يې کر، قاچاق او کارول ناروا او جرم ګڼل شوي دي.

 په شمال زون کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کر څلورو برابره ډېر شوی چې بلخ ولايت يې د کر له مهمو سيمو ګڼل کېږي.

په مزارشريف کې د "خط نو" په نامه د ټولنيز بنسټ د خپرې شوې څېړنې پر بنسټ، سږکال د دغه ولايت په هغو سيمو کې هم کوکنار کرل شوي چې بشپړ امن دي.

اسدالله تېره ورځ له خپلو اتلسو نورو ملګرو سره د مزارشريف ښار کمربند ته رسېږي، دی او ملګري يې د بلخ خلکو راغوښتي چې د کوکنار په نېش وهلو کې ورسره مزدوري وکړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، له کابله د پنجشېر پر لاره په قاچاق توګه په درې ټکسي موټروکې راواوښتل چې د همدې ولايت  په يوه برخه کې امنيتي ځواکونو ترې پيسې واخيستې او بيا يې د وړاندې تګ اجازه ورکړه.

د هغه په وينا، په سمنګان ولايت کې هم د ملي امنيت منسوبينو ودرول، د تذکرو پوښتنه يې ځينې وکړه او له کتو وروسته يې ورته اجازه ورکړه.

ده د مزارشريف ښار کمربند له پوليسو هم شکايت وکړ چې درې واړه سراچه موټر يې  ودرول او د وړاندې تګ اجازه يې ورنه کړه.

اسدالله وويل، وروسته له هغه يې پرېښودل چې د ټولو کسانو پر سر يې ورته څلور زره افغانۍ ورکړې، نو بيا يې ښار ته د ننوتلو اجازه تر لاسه کړه.

نوموړي زياته کړه: ((چې کله د مزار کمربند ته ورسېدو، د تذکرو پوښتنه يې راځنې وکړه، ورته مو وښودلې چې د کندهار او هلمند يو، ويل يې نه شئ تللى، تاسې ته اجازه نشته، موږ ويل وروره ولې؟ ويل يې نه شئ تللی، خو چې کله مو څلوره زره افغانۍ ورکړې، نو بيا يې نه د تذکرې پوښتنه وکړه او نه يې کومه بله خبره.))

د کابل- مزار پر لويې لارې په امنيتي کمربندونو کې له خلکو سره دغه ډول چلند ته په ټولنيزو پاڼو کې قومي او سمتي رنګ ورکړل شوی.

خو مدني فعال احمد جاوېد وايي، دغه ډول ډنډوره کول، په لوی لاس د دښمن په ګټه کار کول دي.

ده زياته کړه، د شمال زون پر لاره د نورو ولايتونو له خلکو سره د قوميت او سمت پر بنا ناسم چلند نه کېږي، بلکې په امنيتي کمربندونو کې ګومارل شوي پوليس نامسلکي چلند نه کوي.

هغه په مزارشريف کمربند کې د پوليسو له خوا له همداسې خلکو رشوت اخيستل تاييد کړل او د بېلګې په توګه يې ياد کړل چې کله يو څوک د پيسو په بدل کې يو ښار ته پرېښودل کېږي، نو تر شا يې هېڅ توطيه نه وي، بلکې پوليس ناوړه عمل کوي.

نوموړي له لوړپوړو امنيتي چارواکو هيله وکړه چې د ورته عملونو مخه ونيسي او دښمن ته وخت ورنه کړي، چې د قوم او سمت په نامه د افغانانو د وېشلو هڅې وکړي.

بلخوا د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، ولې خلک په دغسې حالاتو کې له دوی سره مرسته نه کوي!؟

ده زياته کړه: ((هېڅوک حق نه لري چې يو افغان له خپل ولايته بل ولايت ته له تګ څخه منع کړي.))

د ده په وينا، دوی په کمربندونو کې د امنيتي ستونزو له امله د څار امر کړی؛ خو دا په دې معنا نه ده چې افغانان دې له خپله ښاره وګرځول شي.

سادات هغو پوليسو ته ګواښ وکړ چې په امنيتي کمربند کې د نورو ولايتونو خلک ځوروي او د رشوت په بدل کې يې ښار ته پرېږدي.

هغه همداراز له خلکو جدي غوښتنه وکړه چې په دغسې حالاتو کې له دوی سره مرسته وکړي او اداري فساد کوونکي دې ورته په ګوته کړي چې قانوني چلند ورسره وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan