ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د یوه کور پنځه ماشومان وژل شوي

لغمان کې د یوه کور پنځه ماشومان وژل شوي

author avatar
14 May 2017 - 15:53
لغمان کې د یوه کور پنځه ماشومان وژل شوي
author avatar
14 May 2017 - 15:53

مهترلام (پژواک، ٢٤ غويى ٩٦): چارواکي وايي، په لغمان کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې پنځه ماشومان وژل شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د ولايت د مرکز مهترلام ښار اړوند د عمرزيو په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، د وسله والو مخالفينو له لوري د هاوان يوه توغول شوې مرمۍ په ياده سيمه کې پر یوه کور لګېدلې چې له امله يې پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ځواک وايي، ټپيان د مهترلام ملکي روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د وسله والو مخالفينو دغه ترهګريز بريد په کلکه غندلى  او کشفي ارګانونو ته يې امر کړى چې د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.