ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني کروندګر خپلو حاصلاتو ته بازار او سړې خونې غواړي

د غزني کروندګر خپلو حاصلاتو ته بازار او سړې خونې غواړي

author avatar
14 May 2017 - 18:05
د غزني کروندګر خپلو حاصلاتو ته بازار او سړې خونې غواړي
author avatar
14 May 2017 - 18:05

غزني ښار (پژواک، ٢٤ غويی ٩٦): په غزني کې يو شمېر کروندګر وايي چې په دې وروستيو کلونو کې يې د نورو توکو پر ځاى د پيازو کرلو ته مخه کړې خو د سړو خونو د نه شتون له امله اړ دي چې پياز هم په تاوان وپلوري.

د غزني د اندړو ولسوالۍ يوه کروندګر حميدالله د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې خلک د غنمو او نورو توکو پر ځاى د پيازو کرلو ته مخه کړې ده.

هغه وايي چې د سړو خونو د نه شتون له امله ډېرو کروندګرو د پيازو په کرلو کې هم تاوان کړى دى.

ده زياته کړه: ((د پيازو په وخت کې موږ دې ته مجبورېږو چې يو من پياز په ١٥ کلدارې هم خرڅ کړو، خو په ژمي بيا د خوراک لپاره مجبور يو چې يو من پياز په پنځه سوه کلدارې واخلو.))

دغه راز د ده يک يوه کروندګر عبدالباري هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى کروندګر هر کال په خپلو ځمکو کې پياز کري.

هغه وايي: ((تېر کال زما د پیازو حاصل نږدې دوه زره منه و، هېڅ خريدار يې نه درلود، شپږ سوه منه مې  يو من له ١٥ څخه تر پنځوس کلدارو پورې خرڅ کړل او پاتې نور مې ټول من په ١٣ کلدارې ورکړل.))

ده وويل چې د سړو خونو او پيازو ته د بازار د نه شتون له امله یې تېر کال ډېر تاوان کړى خو سږ په دې تمه دی چې د پيازو نرخ به ښه وي، بيا يې هم د پيازو کرلو لپاره نيت کړى دى.

د غزني د يو شمېر نورو ولسواليو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت يې غوښتنه وکړه چې سړې خونې ورته جوړې کړي او د حاصلاتو لپاره يې بازار پيدا کړي.

په غزني کې يوه سوداګر حاجي عبدالغفور پژواک ته وويل چې تېر کال يې څو زره منه پياز، من په ٤٠ کلدارې اخيستې وو او بېرته يې بيا ٩٠ کلداري پلورلي دي.

هغه وايي: ((دغه پياز د ساتلو په موخه پاکستان ته وړل کېږي، هلته تر يوې مودې وروسته بېرته افغانستان ته راوړل کېږي، چې دلته پر خلکو من په درې سوه او څلور سوه کلدارې پلورل کېږي.))

ده هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد د پيازو او نورو کرنيزو حاصلاتو د ساتنې په موخه سړې خونې جوړې کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د کرنې او مالدارې رييس عبدالله تسل هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د غزني ډېرو کروندګرو د نورو توکو پر ځاى د پيازو کرلو ته مخه کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.