باميان (پژواک، ٢٥غويى ٩٦): د باميانو چارواکي وايي چې په شېبر ولسوالۍ کې سيند ته د يوه موټر د لوېدو له امله د دوو ښځو او يوه سړي په ګډون درې کسان مړه شوي او يو ماشوم ورک شوى دى.
د شېبر ولسوال محمد عظيم فريد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د باميانو د شيبر ولسوالۍ په دوابي بلوله سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه: ((دغه موټر له کابله د بغلان ولايت تاله و برفک ولسوالۍ ته پر لاره و چې د لارې په اوږدو کې د موټر د بې احتياطۍ په سبب له پېښې سره مخ شو، موږ ځانونه سيمې ته ورسول، دوه ماشومان او يو نارينه مو وژغورل.))
نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې دوې ښځې او يو سړی وژل شوي او يو بل ماشوم تر اوسه لا درکه دى.
د محمدعلي په نوم عيني شاهد پژواک ته وويل چې مسافر وړونکي موټر له سپرليو سره، له نږدې ١٠٠ متره لوړې ساحې نه سيند ته لوېدلى دى.
هغه زياته کړه چې د شېبر ولسوالۍ پرسونل او امنيې قومانداني اوسمهال ورک شوی ماشوم لټوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن