کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٦): د افغانستان د علماوو غورځنګ مشر وايي چې سوله کول د تسليمېدو په معنا نه ده او څوک چې سوله کول غواړي، بايد غېږه ورته خلاصه وي.
دغه څرګندونې د غويي په ٢٥مه په کابل کې (له انسانيت سره مينه، په سوله، پرمختګ او د بشري حقوقو په درناوي کې د علماوو ونډه) تر سرليک لاندې دوه ورځني کنفرانس ته د دغه غورځنګ مشرانو وکړې.
په دغه کانفرانس کې د افغانستان د علماوو غورځنګ د غړو او استازو تر څنګ د اندونيزيا هېواد د علماوو غورځنګ راغلي پلاوي هم ګډون کړى و.
د ياد کنفرانس تنظيموونکي او د افغانستان د علماوو غورځنګ مرکزي غړي دوکتور فضل غني کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل چې سوله سياسي او اقتصادي اړخ نه لري، بلکې دا يوه ايماني وجيبه ده.
هغه زياته کړه :((خداى (ج ) په قران کريم کې د سولې په اړه امر کړى، په دې برخه کې علماء، روڼ اندي، استادان، چارواکي، ځوانان، مېرمنې او د ټولنې هر غړى بايد خپل رول ترسره کړي.))
دوکتورکاکړ وويل چې د افغانستان ټولنه د اداري فساد له امله نا امنه شوې ده، دغه فساد په افرادو پورې تړاو لري، څو افراد اصلاح نه شي، نه سوله راتلاى شي او نه هم امنيت.
د افغانستان د علماوو غورځنګ مشر صلاح الدين هاشمي کنفرانس ته وويل چې سوله ييز او با عزت ژوند کول، د هر وګړي حق دى، ټول خلک د جګړې خلاف دي او سوله غواړي.
هغه زياته کړه: ((ټول خلک پر جګړې لعنت وايي، موږ بايد ټول د سولې لپاره يو بل ته لاس ورکړو، خو سوله پر تشو شعارونو نه راځي، سوله قرباني غواړي، موږ بايد په دې برخه کې عملي کار وکړو.))
هاشمي وويل چې د جګړو او نا امنيو له امله هېوادوالو په مصيبتونو او ستونزو راګېر دي او د دې ګټه د افغانستان او اسلام دښمنانو ته رسېږي.
نوموړي د افغانانو تر منځ يو بل ته پر تېرېدنې ټينګار وکړ او ويې ويل، څو پورې چې هېوادوال له ځان غوښتنې تېر نه شي، سوله نا ممکنه ده.
هغه زياته کړه: ((موږ بايد د څه ترلاسه کولو لپاره څه له لاسه ورکړو.))
د افغانستان د علماوو غورځنګ مشر وويل، ځيني کسان داسې فکر کوي چې ګواکې د سولې له پروسې سره يو ځاى کېدل د تسليمېدو په معنا دي چې دا سراسر تېروتنه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن