کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٦) : د اندونيزيا دښځو چارو وزيره وايي چې هېواد يې غواړي په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان له ښځو سره د هغوى د ځواکمنتيا په موخه مرستې وکړي.
د اندونيزيا د ښځو چارو وزيره مېرمن يهانه يمبايس چې افغانستان ته په درې ورځني سفر راغلې، د غويي په ٢٦مه، د خپل سفر په وروستۍ ورځ له پژواک خبري اژانس سره د يوه ځانګړې مرکې پرمهال دغه څرګندونې وکړې.
هغې زياته کړه، د افغانستان د لومړۍ مېرمنې لورا غني په رسمي بلنه افغانستان ته ديوه پلاوي په مشرۍ راغلې ده.
نوموړې زياته کړه، ددې سفر موخه ( د افغان ښځې د سولې پیغام راوړونکي) تر سرلیک لاندې د افغان ښځو په څلورم سمپوزیم کې ګډون او وینا کول و.
مېرمن يهانه وويل چې افغانستان ته يې دا لومړۍ سفر و او له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې شي.
د هغې په وينا، له افغان چارواکو سره يې د جنسيتي او کورني تاوتريخوالي په اړه د اندونيزيا د مېرمنو تجربې شريکې کړې .
د اندونيزيا د ښځو چارو وزيرې زياته کړه، هېواد يې غواړي د پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې افغان ښځو سره مرستې وکړي او په دې برخو کې به هغوى ته د روزنې لپاره زمينه برابروي.
د نوموړې په وينا، دا مرستې به دافغانستان د ښـځو چارو وزارت له لارې ترسره کېږي او افغان مېرمنو ته به په اندونيزيا کې د زده کړو لپاره بورسونه ورکوي.
هغې وويل، سره له دې چې افغان مېرمنې د جګړو او تاوتريخوالي قرباني دي، خو بيا هم په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په برخو کې ډېر پرمختګونه شوي دي.
مېرمن يهانه وايي، د افغانستان د ښځو وزارت نوى جوړ شوى، خو بياهم په کمه موده کې يې ډېر کارونه کړي دي.
د هغې په وينا، اندونيزيا لوى هېواد او د ٢٥٠ ميليونه وګړو لرونکى دى، چې نيمايي يې ښځې تشکيلوي، دوى غواړي خپلې تجربې له افغان ښځو سره شريکې کړې.
نوموړې د افغانستان د لومړۍ مېرمنې د رول او هلو ځلو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د هغې د همکارۍ لپاره د ښځو په برخه کې ډېر کارونه کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن