د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اندونيزيا د افغان ښځو د ځواکمنتيا په برخه کې مرستې کوي

اندونيزيا د افغان ښځو د ځواکمنتيا په برخه کې مرستې کوي

May 16, 2017 - 17:32

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٦) : د اندونيزيا دښځو چارو وزيره وايي چې هېواد يې غواړي په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان له ښځو سره د هغوى د ځواکمنتيا په موخه مرستې وکړي.

د اندونيزيا د ښځو چارو وزيره مېرمن يهانه يمبايس چې افغانستان ته په درې ورځني سفر راغلې، د غويي په ٢٦مه، د خپل سفر په وروستۍ ورځ له پژواک خبري اژانس سره د يوه ځانګړې مرکې پرمهال دغه څرګندونې وکړې.

هغې زياته کړه، د افغانستان د لومړۍ مېرمنې لورا غني په رسمي بلنه افغانستان ته ديوه پلاوي په مشرۍ راغلې  ده.

نوموړې زياته کړه، ددې سفر موخه ( د افغان ښځې د سولې پیغام راوړونکي) تر سرلیک لاندې د افغان ښځو په څلورم سمپوزیم کې ګډون او وینا کول و. 

مېرمن يهانه  وويل چې افغانستان ته يې دا لومړۍ سفر و او له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې شي.

د هغې په وينا، له افغان  چارواکو سره يې  د جنسيتي او کورني تاوتريخوالي په اړه د اندونيزيا د مېرمنو تجربې شريکې کړې .

د اندونيزيا د ښځو چارو وزيرې زياته کړه، هېواد يې غواړي د پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې افغان ښځو سره مرستې وکړي او په دې برخو  کې به هغوى ته د روزنې لپاره زمينه برابروي.

د نوموړې په وينا، دا مرستې به دافغانستان د ښـځو چارو وزارت له لارې ترسره کېږي او افغان مېرمنو ته به په اندونيزيا کې د زده کړو لپاره بورسونه ورکوي.

هغې وويل، سره له دې چې افغان مېرمنې  د جګړو او تاوتريخوالي قرباني دي، خو بيا هم په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په برخو  کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

مېرمن يهانه  وايي، د افغانستان د ښځو وزارت نوى جوړ شوى، خو بياهم په کمه موده کې يې ډېر کارونه کړي دي.

د هغې په وينا، اندونيزيا لوى هېواد او د ٢٥٠ ميليونه وګړو لرونکى دى، چې نيمايي يې ښځې تشکيلوي،  دوى غواړي خپلې تجربې له افغان ښځو سره شريکې کړې.

نوموړې د افغانستان د لومړۍ مېرمنې د رول او هلو ځلو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د هغې د همکارۍ لپاره د ښځو په برخه کې ډېر کارونه کېږي.

مېرمن يهانه  وايي، خپل هېواد ته له ستنېدلو سره سم به د افغان ښځو د ستونزو د هواري او له دوى سره د مرستو د څرنګوالي په اړه وړانديزونه د خپل هېواد له لوړو پوړو چارواکو او اړوندو وزارتونو سره شريک کړي.

هغې په سوله کې د ښځو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل چې د ملګرو ملتونو په منشور کې هم په دې اړه يادونه شوې ده.

د اندونيزيا د ښځو چارو وزيره مېرمن يهانه  له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د ښځو او ماشومانو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموې زياته کړه : (( د يوې ښځې او يو ماشوم ژوند ژغورل د افغانستان دراتلونکي ژغورل دي.))

هغې له افغان مېرمنو وغوښتل چې هېڅکله ستونزو ته تسليم نه شي، د خپل ژوند له ملګرو سره په ګډه د خپل هېواد او راتلونکي نسل  لپاره په ګډه کار وکړي

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement